۰

د پاکستان په ویشتل شویو توغندیو ۶ کورونه نړېدلي

چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۸
د افغان سرحدي ځواک چارواکي وايي، د پاکستان له لوري په ویشتل شویو توغندیو د افغانستان په ختیځ کې شپږ کورنه ویجاړ شول.
د پاکستان په ویشتل شویو توغندیو ۶ کورونه نړېدلي

د افغان سرحدي ځواک چارواکي وايي، د پاکستان له لوري په ویشتل شویو توغندیو د افغانستان په ختیځ کې شپږ کورنه ویجاړ شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه توغندي له تېرې شپې راهیسي تر نن سهار د افغانستان په پکتیا، کنړ او نورستان ولایتونو راغلي دي.
په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو قوماندان وايي، په دغه توغنديي برید کې ۶ کورونه نړېدلي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
ویل کېږي پاکستان دغه بریدونه وروسته له هغه کړي، چې ادعا یې کړې، چې افغان ځواکونو له ډېورنډ پولې پورې غاړې ته دوه شپانه په ډزو وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له وړاندې هم د پاکستان د پوځ له لوري پر افغان خاوره زرګونه توغندي راغلي، چې ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ځینې یې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي.
جمهور آژانس: پکتیا

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین