۰
پاکستاني طالبان:

که حکومت په خبرو کې صادق و، طالبان به هم مهم ګامونه واخلي

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۶
وروسته له هغه چې پاکستاني طالبانو د دې هېواد سره ۴۰ ورځنی اوربند پای ته ورساوه، وايي، چې له حکومت سره د سولې خبرو ته به دوام ورکړي.
که حکومت په خبرو کې صادق و، طالبان به هم مهم ګامونه واخلي

وروسته له هغه چې پاکستاني طالبانو د دې هېواد سره ۴۰ ورځنی اوربند پای ته ورساوه، وايي، چې له حکومت سره د سولې خبرو ته به دوام ورکړي.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد له حکومت سره د اوربند موده ځکه نه اوږدوي، چې په وینا یې حکومت د اوربند پر مهال پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او د دغه اوربند په موده کې یې د طالبانو تر پنځوسو زیات ملګري یې وژلي او سلګونه نور یې ژوندي نیولي دي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« نور د اوربند

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« نور د اوربند موده نه اوږدو، ځکه چې حکومت د خلکو نيونو ته دوام ورکړي او تر پنځوس تنو زيات کسان يې، چې له طالبانو سره تړلي ول، نيولي دي.»
موده نه اوږدو، ځکه چې حکومت د خلکو نيونو ته دوام ورکړي او تر پنځوس تنو زيات کسان يې، چې له طالبانو سره تړلي ول، نيولي دي.»
خو په ورته وخت کې یې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې دوی به له دې ټولو مسايلو سره سره په صداقت خبرو ته دوام ورکړي او که په خبرو کې د حکومت له لوري څرګند پرمختګ وليدل شو، طالبان به ضرور مهم پګامونه واخلي.
بل خوا د پاکستان د حکومت له خوا د خبرو پلاوي هم تمه ښودلې چې طالبان به د اوربند سره سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
د حکومتي پلاوي غړي رستم شاه مومند ویلي، چې طالبانو لا هم د خبرو دروازې پرانستې پرېښې او تمه ده، چې ډېر زر به د سولې خبرې بیا پیل شي.
باید وویل شي، چې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په تېره فبروۍ میاشت کې پیل شوې وې، چې لومړی پړاو یې بې پایلې پای ته ورسېده.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین