۰
د نیویارک ټایمز خبریاله:

د امریکا اصلي دښمن پاکستانی دی

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۸
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې کارلوتاګال په یوه تازه لیکلي او خپاره کړي، کتاب کې ویلي، چې د امریکا اصلي دښمن پاکستانی دی او په افغانستان کې جګړه د غلط دښمن پر وړاندې وه.
د امریکا اصلي دښمن پاکستانی دی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې کارلوتاګال په یوه تازه لیکلي او خپاره

نوموړې په دې کتاب کې ویلي« "زما د لیکنې یو اساسي هدف د کتاب په عنوان کې څرګندیږي، په افغانستان کې ډيره موده کار کولو راته څرګنده کړه چې تر ډيره حده جګړه په غلط ځای کې او د غلط دښمن په وړاندې ده. د افغانستان په ډيرو کلیو او ولسوالیو حملې وشوې، ډير ملکي افغانان وکړیدل، بهرني عسکر ووژل شول. هلته، ټولو یوه خبره راته کوله او هغه دا چې د ستونزې ریښه په پاکستان کې ده. زه فکر کوم چې موږ ژورنالستان پوهیدو چې د دې مسالې بربنډول ډیر مهم وو او د پولې پورې غاړې ته د لیدلي وضعیت په اړه صادقانه خبرې وکړو.»
کړي، کتاب کې ویلي، چې د امریکا اصلي دښمن پاکستانی دی او په افغانستان کې جګړه د غلط دښمن پر وړاندې وه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې امریکايي خبريالې کتاب غلط دښمن: امریکا په افغانستان کې له ۲۰۰۱ تر۲۰۰۴ پورې [The Wrong Enemy: America in Afghanistan ۲۰۰۱-۲۰۰۴y] نومیږي.
کارلوتاګال چې ډېر کلونه یې په افغانستان او پاکستان کې تېر کړي، په دې لیکي کتاب کې یې د پاکستان د رول په اړه یو لړ څرګندونې کړې دي او دا یې په کې روښانه کړې، چې پاکستان څرنګه په افغانستان کې ترهګرۍ ته پراختیا ورکوي، او په څه ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. نوموړې په دې کتاب کې ویلي« "زما د لیکنې یو اساسي هدف د کتاب په عنوان کې څرګندیږي، په افغانستان کې ډيره موده کار کولو راته څرګنده کړه چې تر ډيره حده جګړه په غلط ځای کې او د غلط دښمن په وړاندې ده. د افغانستان په ډيرو کلیو او ولسوالیو حملې وشوې، ډير ملکي افغانان وکړیدل، بهرني عسکر ووژل شول. هلته، ټولو یوه خبره راته کوله او هغه دا چې د ستونزې ریښه په پاکستان کې ده. زه فکر کوم چې موږ ژورنالستان پوهیدو چې د دې مسالې بربنډول ډیر مهم وو او د پولې پورې غاړې ته د لیدلي وضعیت په اړه صادقانه خبرې وکړو.»
کارلوتاګال وړاندې ویلي« ما
کارلوتاګال وړاندې ویلي« ما هلته سفرونه کړي او طالبان مې لیدلي. ما له هغو خلکو سره هم ولیدل چې دا یې راته توضیح کوله چې پاکستان څرنګه د دې مسالې [تروریزم] ملاتړ کوي او د پاکستان استخبارات څرنګه د دې تشدد د پراختیا شاته لاس لري. بلاخره ماته څرګنده شوه چې اسامه بن لادن هلته پټ وو او په حقیقت کې پاکستان خوندي کړی وو. بلاخره دې نتیجې ته ورسیدم چې دا حقایق څرګند کړم څو په جګړه کې د دې بې عدالتۍ څرګندونه وشي.»
هلته سفرونه کړي او طالبان مې لیدلي. ما له هغو خلکو سره هم ولیدل چې دا یې راته توضیح کوله چې پاکستان څرنګه د دې مسالې [تروریزم] ملاتړ کوي او د پاکستان استخبارات څرنګه د دې تشدد د پراختیا شاته لاس لري. بلاخره ماته څرګنده شوه چې اسامه بن لادن هلته پټ وو او په حقیقت کې پاکستان خوندي کړی وو. بلاخره دې نتیجې ته ورسیدم چې دا حقایق څرګند کړم څو په جګړه کې د دې بې عدالتۍ څرګندونه وشي.»
کارلوتا ګال آزادۍ رادیو ته په یوه مرکه کې ویلي، چې د دې کتاب په لیکلو یې غوښتل یوه نوې دروازه پرانیزي څو خلک د وضعیت په اړه له نوي لیدلوري کتنه وکړي.
د دې په وینا حتی د امریکا د کانګرس د غړو او امریکايي عسکرو په ګډون ډير خلک په حقیقت نه پوهېږي.
ګال وايي، دا کتاب د خلکو، سیاستوالو او حکومتونو لپاره دی څو مسلې ته په دقت وګوري او ښايي متفاوت قضاوت وکړي.
نوموړې زیاته کړېو چې غرب ښايي بلاخره د جمهور ریس حامد کرزي او افغانانو دې پر دې خبره غور وکړي چې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه په غلط ځاي کې
هغې ویلي،«کرزي ډيره موده دا خبره کوله او زه فکر کوم چې افغانان هم له دې چې غربیانو یې خبرو ته پام نه دی کړی او د ستونزې د ریښې د ایستلو لپاره یې کار نه دی کړی مایوسه دي. افغانان په دې قضاوت کې د غربیانو د تیروتنې په خاطر ډیر وکړیدل.»
وه:
هغې ویلي،«کرزي ډيره موده دا خبره کوله او زه فکر کوم چې افغانان هم له دې چې غربیانو یې خبرو ته پام نه دی کړی او د ستونزې د ریښې د ایستلو لپاره یې کار نه دی کړی مایوسه دي. افغانان په دې قضاوت کې د غربیانو د تیروتنې په خاطر ډیر وکړیدل.»
باید وویل شي، چې کارلوتا ګال د پولیترز جایزه ګټلې، په خټه انګلیسه ده او خبریالي یې په چیچنیا کې د جګړې له ډګره پيل کړې ده.
د نوموړې د افغانستان، پاکستان او تروریزم په وړاندې د روانې جګړې په اړه دا کتاب په نیویارک کې چاپ شوی خو افغانستان او پاکستان ته لا نه دی رسیدلی.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین