۰
متوکل:

د سولې پر وړاندې لا هم خنډونه شته

دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۵۶
د طالبانو د واکمنۍ د مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي، له وسله والو طالبانو سره لا هم د سولې د خبرو لارې بندې دي.
د سولې پر وړاندې لا هم خنډونه شته

د طالبانو د واکمنۍ د مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي، له وسله والو طالبانو سره لا هم د سولې د خبرو لارې بندې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متوکل ویلي، چې که څه هم افغان حکومت د سولې له پاره پرلپسې هلې ځلې کړې، خو تر اوسه یې د سولیزو مذاکراتو له پاره اصلي لار نه ده موندلې.
ښاغلي متوکل دغه څرګندونې کابل ته د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر ملا معتصم آغا جان د راتلو په تړاو له امریکا غږ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي،افغان حکومت د دې پر ځای چې د مخالف لوري له اصلي استازو سره خبرې وکړي، په هغو خلکو پسې ګرځي چې د سولې لپاره ښه نیت لري اما د طالبانو د اسلامي امارت استازیتوب نشي کولی.
دی وايي، همدا ټکی دی، چې د افغان حکومت له پرلپسې هلو ځلو سره تر اوسه پورې تر اوسه پورې د سولې د راوستلو اصلي لار نه ده موندل شوې او ستونزې نه دي حل شوې.
وکیل احمد متوکل وايي، د سولې د خبرو لپاره باید نور هم انتظار وشي ځکه چې په افغانستان کې حالت مخ پر بدلېدو دی او دا چې باید د سولې په برخه کې یوه مشخصه اراده موجوده وي.
ملا اغان جان معتصم د افغان حکومت او ځینو طالب مشرانو ترمنځ د سولییزو خبرو منځګړی بلل کیږي چې څو ورځې وړاندې پولیسو په متحدو عربو اماراتو کې توقیف کړ.
خو تېر ورځ داسې راپورنه خپاره شول، چې نوموړی له اماراتو کابل ته راستون شوی دی.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین