>> جمهور - د فلسطین حماس او فتح ګډ حکومت جوړوي
 
۰

د فلسطین حماس او فتح ګډ حکومت جوړوي

چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۶
رپوټونه وايي، د فلسطین د ولسمشر محمود عباس ابو مازن په مشرۍ د دغه هېواد د حماس او فتح ډلو د یوه ګډ حکومت پر جوړولو او دغه راز د پارلماني ټاکنو پر مسلو موافقه کړې.
د فلسطین حماس او فتح ګډ حکومت جوړوي

رپوټونه وايي، د فلسطین د ولسمشر محمود عباس ابو مازن په مشرۍ د دغه هېواد د حماس او فتح ډلو د یوه ګډ حکومت پر جوړولو او دغه راز د پارلماني ټاکنو پر مسلو موافقه کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رپوټونه وايي، دغه دوه ډلې به د روان میلادي ۲۰۱۴ کال په راتلونکې جون میاشت کې ګډ حکومت جوړوي.
د رپوټونو پر بنسټ د حماس او فتح ډلو د استازو ترمنځ خبرې له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې پیل شوې او د کډالو په یوه کمپ کې مخامخ خبرې وکړې.
فلسطیني د حماس او فتح ډلو ته نژدې فلسطیني سرچینو په وینا، چې د دواړو ډلو استازو په لومړي پړاو کې ابتدايي موافقې ته رسېدلي، چې د قاهرې او دوحې د پرېکړو پر بنسټ به ګډ کار کوي.
سرچینه وايي، دوی دا پرېکړه هم کړې ده، چې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې به د روان کال له پای ته رسېدا مخکې وشي.
د دغو پرېکړو پربنسټ ټاکل شوې چې د فلسطیني حکومت مشر محمود عباس "ابو مازن" راتلونکې جون د ځینو موافقه اعلان وکړي.
په ورته وخت کې د حماس ډلې استازي اسمعیل هنیه او د فتح ډلې استازي عزام الاحمد د قاهرې او دوحې د پرېکړو پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
باید وویل شي، دا لومړی ځل دی، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د فتح استازي غزې ته ځي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین