۰

امریکايي استازو د پنځه زره سرتېرو له پاتې کېدو سره مخالفت کړی

پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۲
د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې د پوځي خدماتو کمېټې استازو په افغانستان کې د پنځه زره امریکايي سرتېرو له پاتې کېدو سره مخالفت ښودلی دی.
امریکايي استازو د پنځه زره سرتېرو له پاتې کېدو سره مخالفت کړی

د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې د پوځي خدماتو کمېټې استازو په افغانستان کې د پنځه زره امریکايي سرتېرو له پاتې کېدو سره مخالفت ښودلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېته وايي، امریکا په افغانستان باید لږ تر لږه ۱۰ زره سرتېري پاتې شي.
دوی ویلي، چې د اوباما اداره د تېرو ۱۳ کالونو د لاس ته راوړنو د ساتنې له پاره باید لس زره سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
د دغه کمېټې مشر اوباما ته ویلي، چې د ۱۰ سرتېرو د پاتې وړاندیز یې په افغانستان کې د امریکايي قوماندانو د نظر له مخې کړی دی.
ده ویلي، چې لس زره سرتېري به وکولای شي، د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات په ښه ډول تر سره او دغه راز د افغان ځواکونو په روزنه کې به ګټوره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د سنا مجلس ځینو استازو هم له اوباما څخه ورته غوښتنه کړې وه.
امریکايي سناتور جان مکین له دې وړاندې له اوباما غوښتي و، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې لس زره سرتېري پرېږدي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه خبرونه ردوي، چې ویل کېږي، ښايي امریکا په افغانستان کې پنځه زره سرتېري پرېږدي.
دغه وزارت ویلي دوی تر اوسه پورې به افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د خپلو تم کېدونکو سرتیرو کره شمېره نه ده اعلام کړي.
د امریکې بهرنیو چارو وزارت ویلي دوي به په افغانستان کی تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پوځیانو شمیر له دغه هیواد سره د امنیتی تړون تر لاسلیک کیدو وروسته اعلام کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استاځی جین پساکی که څه هم دا رد کړې چې ګنې پنځه زره سرتېري به په افغانستان کې باتې کېږي خو وايي د امریکایی پوځیانو شمیر به احتمالاُ تر لس زره لږ وی.
دې زیاته کړه «په دې هکله پریکړه به د ولسمشر له خوا وشی، خو د مخه تر دی باید واشنګټن د افغانستان له نوی ولسمشر سره چی د ټاکنو په نتیجه کی به معلوم شی، امنیتی موافقه لیک لاسلیک کړي.»
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین