۰

لوګر کې ۶ ځانمرګي و وژل شول

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۳
د کورنیو چارو وزارت چارواکي په لوګر ولایت کې د شپږو تنو ځانمرګو برید ګرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
لوګر کې ۶ ځانمرګي و وژل شول

د کورنیو چارو وزارت چارواکي په لوګر ولایت کې د شپږو تنو ځانمرګو برید ګرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي دغه پېښه پرون سهار د لوګر مرکز پل علم ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
خبرپاڼه وايي دغه ځانمرګو برید کوونکو غوښتل چې د ځانمرګو واسکټونه پل علم ښار ته یوسي، چې په لاره کې پرې چاودلي دي.
سرچینه وايي په دغه پېښه کې شپږ واړه ځانمرګي چې غوښتل یې په مرکز پل علم کې خونړی ډلیز برید وکړي وژل شوي او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې ډلیزو ځانمرګو بریدونو یو ځل بیا زور اخستی چې تر ټولو خونړۍ یې د پکتیکا د ارګون برید و، خو په ورته وخت کې پر افغان ځواکونو هم د ولس باور زیات شوی، چې کولای شي په ډېر کم وخت کې په کمو تلفاتو برید ګر له منځه یوسي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین