۰
جنرال رازق:

زما پر کور ډلیز برید د ISI له خوا پلان شوی وو

سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۶:۵۸
جنرال عبدالرازق وايي، که چېري د پاکستان له لوري دا ډول بريدونه دوام وکړي نو د کندهار نظامي اداره به د جدي غبرګون څخه کار واخلي.
زما پر کور ډلیز برید د ISI له خوا پلان شوی وو

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايې چې د ده په کور ډلیز ځانمرګی وسله وال برید مخامخ د پاکستان د استخباراتي شبکي ای اېس ای له لوري پلان شوى وو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال عبدالرازق وايي، که چېري د پاکستان له لوري دا ډول بريدونه دوام وکړي نو د کندهار نظامي اداره به د جدي غبرګون څخه کار واخلي.
هغه ګواښ وکړ چې دا ډول بريدونه به د پلان کوونکو په سخت زيان تمام شي او له طالب مشر ملا محمد عمر څخه يې وغوښتل چې د سولي لاره خپله کړي او په دي ډول بريدونو د افغانانو له وژني لاس واخلي.
د کندهار ولايت امنيه قومندان وايي، د ملا محمد عمر د کورنۍ ښځي او ماشومان په کندهار کې ميشت دي خو دوى يې زيات درنښت او احترام کوي خو وايې چې وسله والو يي پر کور ډلييز بريد وکړ.
هغه دا څرګندوني وروسته له دي وکړي چې د تېرې پنشنبې په ورځ پنځو تنو ډلييز بريد کوونکو د پاسوال عبدالرازق پر کور بريد وکړ په داسې حال کې چې په کور کې يې ښځي او ماشومان هم ميشت وه.
جمهورآژانس: کندهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین