۰

افغانستان په کرکټ کې زمبابوې ته سخته ماته ورکړه

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۱۷
د کرکټ په رسمي څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان الف لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماته ورکړه.
افغانستان په کرکټ کې زمبابوې ته سخته ماته ورکړه

د کرکټ په رسمي څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان الف لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څلور ورځنۍ لوبه چې په زمبابوې کې څلور ورځې وړاندې پیل شوې وه، د لوبې پچه زمبابوې لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په لومړۍ ورځ خوندوره لوبه ونه کړه، لوبغاړي یې یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۰۵ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دوهم ورځ زمبابوې لوبډلې لوبه پیل کړه، خو هغوی هم د افغان توپ اچوونکو ښې لوبې ته ټینګ نه شول او ټول لوبغاړي یې د ۱۶۵ منډو په تر سره کولو سره وسوځېدل، او په دې سره یې پر افغانستان ۶۰ منډې اضافه شوې.
د لوبې په دریم ورځ افغان لوبغاړو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۱ منډې وکړې، چې په کې نجیب الله ځدراڼ ښه وځلېده او ۹۹ منډې یې وکړې.
د لوبې په څلورمه او پای ورځ زمبابوې لوبه پیل کړه، خو بیا هم د افغان توپ اچوونکو توپونو ته ټينګ نه شول او د ۲۲۶ منډو په ترسره کولو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، چې په دې ترتیب سره افغانستان ترې دا لوبه په ۳۵ منډو وګټله.
په ټول کې افغانستان زمبابوې ته په دوه ورځې توپ وهنه کې ۴۲۶ منډې جوړې کړې، خو زمبابوې په دوه ورځې لوبه کې ټولې ۳۹۱ منډې جوړې کړې، او په دې ترتیب سره افغانستان په ۳۵ منډو دغه لوبه ترې وګټله.
باید وویل شي، چې په دغه لوبه کې د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې نجیب الله ځدران او په توپ اچونه کې میرویس اشرف، چې لوبډل مشر هم و، یمن احمدزی او برید احمد ښه وځلېدل.
میرویس اشرف په لومړی ورځ توپ اچونه کې دوه وېکټې تر لاسه کړې او په دوهم ځل توپ اچونه کې خورا ښه وځلېده او د سیاسې لوبډلې ۶ لوبغاړي یې له مخې لرې کړې.
دغه راز یمن احمدزي په لومړۍ ورځ ۵ وېکټې او په دوهم ورځ ۳ وېکټې تر لاسه کړې.
او فرید احمد په لومړي ورځ ۵ لوبغاړي وسوځول، خو په دوهم ورځ که څه هم ښه بالنګ یې وکړ او کمې منډې یې ورکړې خو کومه وېکټه یې تر لاسه نه کړه.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین