۰

د اختر په ميله کې چاودنې ۱۳ تنه ټپیان کړل

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۴
امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د اختر د میلې پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ تنه میله کوونکي ټپیان شوي دي.
د اختر په ميله کې چاودنې ۱۳ تنه ټپیان کړل

امنیتي چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د اختر د میلې پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ تنه میله کوونکي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار لس بجې د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار د منار څلور لاري ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان د امنیت امر اسلم خان کوچی وايي، ماشومان او خلکو په یاده سیمه کې د اختر مېله کوله، چې چاودنه پرې شوې ده.
د امر اسلم خان کوچي په خبره چې چوونکي توکي په يوه زرنج موټر سايکل کې د ايسکريم په ماشين کې ځاى پر ځاى شوي وو.
نوموړی وايي په دغه چاودنه کې د دوه پولیسو په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، خو مرګ یې نه دي رامنځ ته کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند ولایت کې هم د اختر د مېلې پر مهال چاودنه رامنځ ته شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
جمهور آژانس: اروزګان

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین