۰

اروپايي هیوادونه القاعده شبکې ته باج ورکوي

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۴
لوېدیځو رسنیو دا خبره افشا کړه، چې اروپايي هیوادونو القاعده شبکې ته په ملیونونو ډالر باج ورکړی دی.
اروپايي هیوادونه القاعده شبکې ته باج ورکوي

لوېدیځو رسنیو دا خبره افشا کړه، چې اروپايي هیوادونو القاعده شبکې ته په ملیونونو ډالر باج ورکړی دی.
د جمهورآژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز د مالي په پلازمېنه باماکو کې د هغو ۵ بکسونو یادونه کوي چې پنځه ملیون ډالره پکې ول او القاعده شبکې ته د باج په توګه ورکړل شوې.
ورځپاڼه وايي چې جرمن ماموران په یوه پوځي الوتکه کې له ډکو بکسونو سره راغلل خو له تشو بکسونو سره بېرته لاړل.
په معامله کې د شپږو شاملو دیپلوماتانو په وینا د جرمني حکومت دا پیسې په ظاهره مالي ته د بشري مرستو په نوم لېږلې وې خو په حقیقت کې پیسې د القاعده شبکې هغې ډلې ته ورکړای شوې چې ۳۲ اروپايایان یې یرغمل کړي ول.
له ډالرو ډک بکسونه په پیک اپ موټرونو کې تش شول او د شمال لور ته څو سوه کیلومتره لېري روان شول چې ږیرور جنګیالي پکې دېره دي. دوی په دښته کې پر یوه کمپله پیسې وشیندلې او ویې شمېرلې.
نیویارک ټایمز وايي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اروپایانو برمته کول د القاعده شبکې لپاره په یوه کاروبار بدل شوی.
سره له دې چې اروپايي هیوادونه القاعده ته له باج ورکولو انکار کوي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوري یوه څېړنه ښيي چې القاعده او له دې شبکې سره تړلیو ډلو له ۲۰۰۸ څخه تراوسه پوري له دې درکه ۱۲۵ ملیون ډالره ترلاسه کړي. د دغو پیسو په منځ کې ۶۶ ملیونه یې یوازې تېر کال لاس ته راوړي دي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي چې القاعده شبکې په یاده موده کې (له ۲۰۰۸ راوروسته) ۱۶۵ ملیون ډالره باج اخیستی دی.
ورځپاڼه وايي، پخوا به القاعده له خپلو پلویانو بسپنې یا چندې ټولولې خو اوس یې باج غوښتنو ته مخه کړې ده.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین