۰

د افغانستان لوې څارنوالۍ د نیویارک ټایمیز یو خبریال جلب کړ

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۶
د افغانستان لویې څارنوالۍ د امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو خبریال له دې امله چې د افغانستان د ملي منافعو پر ضد راپورونه یې جوړ کړي، څارنوالۍ ته جلب کړی دی.
د افغانستان لوې څارنوالۍ د نیویارک ټایمیز یو خبریال جلب کړ

د افغانستان لویې څارنوالۍ د امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو خبریال له دې امله چې د افغانستان د ملي منافعو پر ضد راپورونه یې جوړ کړي، څارنوالۍ ته جلب کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د نیویارک ټایمز خبریال متیو ریزنبرګ (Matthew Rosenberg) تېره ورځ له افغانستان ممنوع الخروج اعلان کړی او څارنوالۍ ته یې د پوښتنو ګروېږونو له پاره ورغوښتی دی.
په ورته وخت کې پر نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ځینو خلکو له لوري تور پورې کېږي چې نفاق ته لمن وهي او د ولسمشر کرزي د کورنۍ پر ضد تبلیغاتي کمپاین کوي.
رپوټونه وايي، د نیویارک ټایمز خبریال د ځینو نوم پټو افغان مقاماتو له قوله ویلي وو، چې ګنې د حکومت د ننه یو شمېر لوړ پوړي کسان غواړي کودتا وکړي او موقت حکومت رامنځ ته کړي.
لوی څارنوالۍ دغه خبریال د همدې راپور د خپرولو له امله تېره ورځ څارنوالۍ ته جلب کړی دی.
د نیویارک

رپوټونه وايي، د نیویارک ټایمز خبریال د ځینو نوم پټو افغان مقاماتو له قوله ویلي وو، چې ګنې د حکومت د ننه یو شمېر لوړ پوړي کسان غواړي کودتا وکړي او موقت حکومت رامنځ ته کړي.
ټایمز د کابل خبریال متیو ریزنبرګ (Matthew Rosenberg)، چې له تېرو ۳ کلونو راهیسي په کابل کې اوسي.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي دا په روان کال کې څلورم ځل دی چې د افغانستان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ته خبرداری ورکوي یا د هغه پر ضد د قانوني اقدام هڅه کوي.
په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د افغانستان د لویې څارنوالۍ له لوري د نیویارک ټایمز د خبریال پر جلبولو او له افغانستاانه د هغه د سفر پر بندیز خپګان ښکاره کړ.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې میري هیرف د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:«متحدو ایالتونو د افغانستان له حکومته په کلکه غوښتي چې د بیان لومړنیو ازادیو او د مطبوعاتو ازادیو ته درناوی وکړي.»
دې همداراز وویل چې د امریکا متحد ایالتونه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په پر له پسې تماس کې دی او هڅه کوي چې د متیو روزنبرګ د سفر د بندیز په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه خبریال په داسې حال کې تر نیوکو لاندې راځي، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼې مرستیالې ویاندې عادله راز هم پر نیویارک ټایمز تور پورې کړی وو، چې د افغانستان د ملي منافعو خلاف راپورونه خپروي او په لوی لاس په افغانستان کې نفاق ته لمن وهي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین