چارواکي وايي، د ایساف ځواکونو بې پیلوټه الوتکو په ننګرهار ولایت کې وسله وال طالبان په نښه او دریو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېر سهار د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د پیره خیلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په یاده سیمه د هوايي برید پر مهال دوه وسله وال ووژل او یو بل یې ټپی کړی دی.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په ګاونډ کنړ ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه برید په ترڅ کې ۱۵ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژآنس
معروف سادات: ننګرهار