۰

ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۷
چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله د پولیسو یو افسر ټپی شو خو عیني شاهدان وايي درې تنه ټپیان یې لیدلي دي.
ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله د پولیسو یو افسر ټپی شو خو عیني شاهدان وايي درې تنه ټپیان یې لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بهسودو پله پر سر په یوه لکسس موټر شوې ده.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چادونه د هغه چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په دغه موټر پسې نښلول شوی وو.
د نوموړي به خبره په دې چاودنه کې یوازې د پولیسو یو افسر ټپی شوی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو په سیمه کې یو تن عیني شاهد سید عباس جمهور آژانس ته وویل چې د یوه ماشوم په ګډون یې درې تنه ټپیان لیدلي دي.
د دغه عیني شاهد په خبره ماشوم سوځېدلی وو او د یوه بل ټپی هم پښې پرې شوې وې.
دا لومړی ځل نه دی، چې د بهسودو پله پر سیمه کې د چسپکي ماین له امله چاودنه رامنځ ته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین