۰
یوناما:

د ټاکنو پایلې به ژر څرګندې شي

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۲۹
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما چارواکي وايي دوی هیله لري، چې د افغانستان د ولشمرۍ ټاکنو پایلې به ژر څرګندې شي.
د ټاکنو پایلې به ژر څرګندې شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما چارواکي وايي دوی هیله لري، چې د افغانستان د ولشمرۍ ټاکنو پایلې به ژر څرګندې شي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې یوناما ویلي، چې دوی به د دواړو ټیمو د څارونکو په نه شتون کې د رایو د تفتیش او ابطال پروسته په شفاف او دقیق ډول تر سره کړي.
په ورته وخت کې د ملګروملتو د سرمنشي د خاص استازي مرستیال نیکولاس هایسم تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له ځینو موردونو پرته د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو ټولې غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.
خو ویې ویل، چې په هېڅ هیواد کې قانون اجازه نه ورکوي چې د یوه کاندید په خوښه د رایو د باطلېدو او تفتیش لپاره کړنلاره جوړه او وړاندیز شي.

هغه وویل«قانون اجازه نه ورکوي چې یو کاندید دې په خپله خوښه طرز العمل جوړ کړي او په حقیقت کې د انتخاباتو پروسه په خپله سلیقه پر مخ یوسي.»

هغه وویل«قانون اجازه نه ورکوي چې یو کاندید دې په خپله خوښه طرز العمل جوړ کړي او په حقیقت کې د انتخاباتو پروسه په خپله سلیقه پر مخ یوسي.»
ده زیاته کړه، هغه ټول مسایل، چې د جولای د دوولسمې نېټې په موافقه کې پرې سلا شوې وه، د رایو د تفتیش او ابطال په کړنلاره کې ځای کړای شوي دي، یوه یا دوې مسلې چې دوی مطرح کړې، پر هغو مخکې غور شوی و او دوې مسلې یې اوس – اوس مطرح کړي چې په دې به هم غور وشي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مرستیال همداراز وویل چې ملګري ملتونه په پوره بې طرفۍ د تفتیش د بهیر د چټکولو او د ملي یووالي د حکومت د جوړولو لپاره هرراز هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو دفتر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د رایو د تفتیش او ابطال له پروسې سره بایکاټ وکړ.
د دغه ډلې تخنیکي مشر فضل احمد معنوي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د رایو د ابطال په پروسه کې د دوی هېڅ ډول غوښتنې نه دي منل شوې، نو دغه له پروسې نور بایکاټ کوي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین