۰
اروزګان:

يو دیني عالم و وژل شو او درې ولسي وګړي ټپیان شول

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۲
يو دیني عالم و وژل شو او درې ولسي وګړي ټپیان شول

په اروزګان ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې یو دیني عالم وژل شوي او درې تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې تېره ورځ په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د اروزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند صالح محمد نېکزاد وايي لومړی تېر ماښام څه کم اته بجې د ملا محمد داود په نوم دغه ديني عالم او د پوليسو ريزرف عملياتي قطعي د لومړي کنډک ملا امام تېر ماښام د پوټي کلاچي په سيمه کې د ناپيژاندو کسانو له لوري تر بريد لاندې راغلى دى.
هغه وايې چې بريدګرو ملا محمد داود د تومانچې په ډزو سره وژلى دى او برید کوونکي په تېښه بریالي شوي دي.
دی زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې، خو تر اسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخستی.
بل خوا د ارزوګان له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي په دهراود ولسوالۍ کې وسله والو د اسماعیل په نوم د یوه تن کور ته لاسي بم غوځولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بمي چاودنه کې خپله اسماعیل او د کورنۍ دوه مېرمنې ټپیان شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه پېشه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو غوښتل د کوري په سیمه کې پر پوستو برید وکړي، خو د پولیسو له غبرګون سره مخ شول او د تېښتې پرمهال یې دغه عمل وکړ.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس: اروزګان

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین