۰

ننګرهار کې موټر بم ځانمرګي برید ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۵
د ننګرهار د عامې روغتیايي رييس ډاکتر نجیب الله کاموال جمهور آژانس ته وویل چې د پېښې له ځایه یې دوی ته شپږ جسدونه او ۴۶ تنه ټپیان وروړي دي.
ننګرهار کې موټر بم ځانمرګي برید ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

امنیتي چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې موټر بم او ډلیز ځانمرګی برید شوی، چې د روغتيايي چارواکو په خبره تر اوسه ۵۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي، دغه ډلیز برید نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ریاست پر ودانۍ شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال جمهور آژانس، ځانمرګي برید کوونکي د چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر په واسطه د ملي امنیت ریاست مخې ته چاودنه ورکړې ده.
که څه هم نوموړي د خبر په اړه نور جزیات په ډګه نه کړل، خو یوه امنیتي سرچینه وايي ځانمرګي درې تنه وو، چې یوه یې موټر ته چاودنه ورکړې او دوه یې د ریاست ودانۍ ته ننوتي وو.
دغه برید چې سهار شپږ بجې پیل شوی وو تر اتو بجو پورې

د ننګرهار د عامې روغتیايي رييس ډاکتر نجیب الله کاموال جمهور آژانس ته وویل چې د پېښې له ځایه یې دوی ته شپږ جسدونه او ۴۶ تنه ټپیان وروړي دي.
د ډزو غږونه اورېدل کېدل چې شاوخوا ۸ بجې برید پای ته ورسېد.
عیني شاهدان وايي چاودنه دومره زوروره وه، چې د جلال آباد ښار تر ډېر واټن پورې د کورنو ښيښې یې ماتې کړې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیايي رييس ډاکتر نجیب الله کاموال جمهور آژانس ته وویل چې د پېښې له ځایه یې دوی ته شپږ جسدونه او ۴۶ تنه ټپیان وروړي دي.
د کاموال په خبره په ټپیانو کې ۲۰ تنه هغه ولسي وګړي وو، چې د کورونو د ښيښو ماتېدو له امله یې سطحي ټپونه اخستي وو چې تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي.
دی وايي ۲۶ تنه نور ټپیان چې ولسي وګړي او امنیتي کسان په کې دي او ژور ټپونه یې اخستي، تر اوسه پورې په روغتون کې تردرملنې لاندې دي.
وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت منلي او ویلي یې دي، چې ګڼ شمېر ځانمرګي یې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست پر ودانۍ د برید له پاره لېږي، چې په برید کې یې د دوی په خبره لسګونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو امنیتي چارواکو تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین