د امریکا ولسمشر بارک اوباما، مایکل مکینلي په افغانستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دغه پخوانی ډیپلوماټ مایکل مکینلي به په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر جیمز کننګهم ځای ونیسي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ولسمشر اوباما له خوا "مایکل مکینلي" په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه نومول شوي، نوموړی په د کابل کې د کار کولو پخوانۍ تجربه هم لري.
مکینلي دا مهال په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال دی.
مایکل مکینلي تر دې مخکې په کولمبیا او پیرو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
باید وویل شي، چې جیمز کننګهم له ۲۰۱۲ م کال راهیسې په کابل کې سفیر دی، خو وروسته له دې به دغه دنده مایکل مکینلي ته وسپارل شي.
جمهور آژانس: کابل