>> جمهور - پاکستاني پوځ په خوست کې د عام خلکو کورونه بمبار کړي
 
۰

پاکستاني پوځ په خوست کې د عام خلکو کورونه بمبار کړي

شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۳
رپوټونه وايي د پاکستان پوځي چورلکو د افغانستان په خوست ولایت کې د عام خلکو پر کورنو بمبار کړی او ۱۸ تنه یې ټپیان کړي.
پاکستاني پوځ په خوست کې د عام خلکو کورونه بمبار کړي

رپوټونه وايي د پاکستان پوځي چورلکو د افغانستان په خوست ولایت کې د عام خلکو پر کورنو بمبار کړی او ۱۸ تنه یې ټپیان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د خوست ولایت ختیځ لور د لکڼو اړوند پولې ته څېرمه د شنکۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خوست

د ټپیانو د کورنۍ غړي وايي په دغه ۱۸ تنو ټپیانو کې ۱۰ تنه مېرمنې اوه ماشومان او یو بل ځوان شامل دي.
په ملکي روغتون کې د ټپیانو د کورنیو غړو خبریالانو ته ویلي، چې د پاکستان پوځي چورلکې د جمعې په ورځ تر پوله را واوښتې او شنکۍ په سیمه کې یې د کوچیانو پر خیمو بمبار وکړ.
د دوی په خبره چې په دغه بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي، چې ټول د خوست ولایت ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.
د ټپیانو د کورنۍ غړي وايي په دغه ۱۸ تنو ټپیانو کې ۱۰ تنه مېرمنې اوه ماشومان او یو بل ځوان شامل دي.
هغوی زیاته کړې، چې پاکستاني پوځي چورلکو درې کورنه بمبار
په خوست کې د ملکي روغتون مسؤولین ایي چې دوی ته په وروړل شویو ټپیانو کې د څلور تنو ماشومانو روغتیايي حالت نازک دی.
کړل، چې په ترڅ کې يې د کورونو الباسې، موټر او نور توکي هم سوځېدلي دي.
په خوست کې د ملکي روغتون مسؤولین ایي چې دوی ته په وروړل شویو ټپیانو کې د څلور تنو ماشومانو روغتیايي حالت نازک دی.
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر دغه پېښه تايیدوي خو وايي چې دا لرې سیمه ده او تر اوسه نه ده معلومه چې برید تر پوله دې خوا ته شوی او که پورې غاړې ته.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت د پاکستان له لوري پنځه توغندي راغلي، خو چارواکي وايي مرګ ژوبله نه لري.
جمهور آژانس: خوست

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین