۰

د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۱۰ تنه ټپیان شول

شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۴
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د ملي امنيت پر ودانۍ د ډله ييز بريد پر مهال يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې په ودانۍ کې لګېدلې چې له امله يې لس کسان ټپيان شوي دي.
د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۱۰ تنه ټپیان شول

د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د ملي امنيت پر ودانۍ د ډله ييز بريد پر مهال يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې په ودانۍ کې لګېدلې چې له امله يې لس کسان ټپيان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار پر ملي امنیت ریاست نن سهار پنځه بجې د دوو تنو ځانمرګو برید کوونکو له خوا برید وشو.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي یوه تن ځانمرګي د چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ملي امنیت ریاست مخې ته چاودنه ورکړه او بل ریاست ته د ننوتو په هڅه کې وو، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.
که څه هم چارواکو په دې برید کې د لسو تنو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وايي دوی ته شپږ تنه مړي او ۴۶ تنه ټپیان وروړل شوي، چې ۲۰ تنه یې سرسري ټپیان وو او تر درملنې وروسته رخصت شوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواری وايي، چې د ياد بريد پر مهال د هاوان يوه مرمۍ د ميا عمر لېسې پر ودانۍ لګېدلې ده.
د نوموړي په خبره په دې پېښه کې شپږ ښوونکي او څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
د شينواري په وينا، دا لا نه ده معلومه چې مرمۍ د وسله والو مخالفينو او که د دولتي ځواکونو له خوا توغول شوې وه.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین