۰

ننګرهار کې موټر بم ځانمرګي برید دوه پولیس ووژل

سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید له امله د یوه ولسي وګړي په ګډون څلورو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
ننګرهار کې موټر بم ځانمرګي برید دوه پولیس ووژل

سیمه ییز چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید له امله د یوه ولسي وګړي په ګډون څلورو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا لس بجې د بټي کوټ او غني خیلو ولسوالۍ تر منځ د ۲۷ ویالې په سیمه کې شوی دی.
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب جمهور آژانس ته وویل چې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د چاودېدونکو توکو ډک موټر په واسطه په سیمه کې د محلي پولیسو په یوه پوسته برید وکړي.
دی وايي دغه برید ګر د پولیسو تر تعقیب لاندې وو او کله چې پر ځان پوه شو، چې پولیس یې نیسي نو ځان ته یې چاودنه ورکړې.
د بټي کوټ د ولسوال په خبره په دغه ځانمرګي برید کې دوه ملي پولیس وژل شوی او یو محلي پولیس او یو تن ولسي وګړی ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی خو له دې وړاندې د ورته بریدونو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخست.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم ۷ تنو ځانمرګو برید کوونکو چې په وسلو سنبال وو د ننګرهار د ملي امنیت ریاست پر ودانۍ ډلیز برید کړی وو، چې په کې له ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله او د سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي وو.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین