۰

طالبانو په چپرهار کې د محلي پولیسو پر پوسته برید کړی

سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۷
چارواکي وايي وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
طالبانو په چپرهار کې د محلي پولیسو پر پوسته برید کړی

چارواکي وايي وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي وسله والو طالبانو نن سهار د ننګرهار ولایت د خواجه صاحب هدیرې په سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستې برید کړی.
دی وايي د وسله والو په دغه برید کې محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه لري.
بل خوا وسله وال طالبان هم مني، چې د خواجه صیب هدیرې په سیمه کې یې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه برید کې یې درې پولیس وژلي او څلور تنه نور یې ټپیان کړي دي.
مجاهد په جګړه کې د خپلو دریو ملګرو د ټپي کېدو پخلی هم کړی.
بل خوا په سیمه کې عیني شاهدانو جمهور آژانس ته ویلي، چې له برید او جګړې وروسته سیمې ته چورلکې راغلې او بمبار یې وکړ، خو دوی یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
په چپرهار ولسوالۍ کې دغه وسله وال برید پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې نن سهار لس بجې په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم پر پولیسو ځانمرګی برید شوی، چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره دوه پولیس په کې وژل شوي او یو محلي پولیس او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین