۰
د پکتیا او ننګرهار خلک:

که د ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، خپله به لاس په کار شو

سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۷
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قومي مشران او ځايي اوسېدونکي چې نن په پکتیا او ننګرهار کې سره راټول شوي وو، ګواښ وکړ، چې که د ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، نو دوی به لارو کوڅو ته راووځي او په خپل سر به یو تصمیم ونیسي.
که د ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، خپله به لاس په کار شو

د پکتیا او ننګرهار ولایت سلګونو قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او اوسېدونکو پر دولت، د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې نور یې د صبر کاسه ډکه شوې او د ټاکنو پایلې باید ژر تر ژره اعلان شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قومي مشران او ځايي اوسېدونکي چې نن په پکتیا او ننګرهار

د پکتيا او ننګرهار خلک وايي، چې د مشخصو کسانو له لوري لا هم په افغانستان کې خلک د خپلې ارادې تمثیل ته نه پرېښودل کېږي او مشخصې کړی او افراد دي، چې تر شخصي ګټو ملي ګټې قربانوي.
کې سره راټول شوي وو، ګواښ وکړ، چې که د ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، نو دوی به لارو کوڅو ته راووځي او په خپل سر به یو تصمیم ونیسي.
راټولو شویو کسانو په خپلو خبرو کې ویل، چې دوی د یوه باثبات او پر مختللي افغانستان او دغه راز د یوه ښه نظام د راتلو په موخه په خپل سر ستونزې واخستې او په ټاکنو کې یې ګډون وکړ، خو اوس داسې ښکاري چې دغه هیلې یې په ناهیلیو بدلېږدي.
د خلکو په بارو د ټاکنو پایلو ځنډېدولو عام ولس له ګڼو ستونزو سره مخ کړی، چې نور یې د زغملو حوصله نه لري او نه هم نور د ټاکنو پایلو ته انتظار ایستلای شي.
دوی وايي چې په رایو یې لوبې وشوې او د دوی رایو ته هېڅ ډول درناوی ونه شو.
د پکتيا او ننګرهار خلک وايي، چې د مشخصو کسانو له لوري لا هم په
دوی وايي، که دا لانجه همداسې اوږده شي، نو خلک اړ دي چې لارو کوڅو ته را و وځي او په خپله د دې مسلې د حل يو سر وتړي، ځکه چې په وینا یې نور خلک چوپه خوله نشي پاتې کېدلای.
افغانستان کې خلک د خپلې ارادې تمثیل ته نه پرېښودل کېږي او مشخصې کړی او افراد دي، چې تر شخصي ګټو ملي ګټې قربانوي.
دوی وايي، که دا لانجه همداسې اوږده شي، نو خلک اړ دي چې لارو کوڅو ته را و وځي او په خپله د دې مسلې د حل يو سر وتړي، ځکه چې په وینا یې نور خلک چوپه خوله نشي پاتې کېدلای.
د غونډو برخوالو ویل چې اوس هم هېواد د ګډوډۍ او یوه نامعلوم لوري ته روان دی که چېرې دغه پروسه نوره هم اوږېږي نو له شکه پرته به ستونزې او کړکېچ دومره زیات شي، چې بیا به یې هڅوک د حل لار نه شي ایستلای.
دوی د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا له حکومت، د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.
جمهور آژانس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین