۰

رضوان اختر د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI مشر وټاکل شو

دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۱
رپوټونه وايي، پاکستان د خپل پوځ شپږو جنرالانو رتبې لوړې کړې او جنرال رضوان اختر یې د استخباراتي ادارې ISI د نوي مشر په توګه وټاکه.
رضوان اختر د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI مشر وټاکل شو

رپوټونه وايي، پاکستان د خپل پوځ شپږو جنرالانو رتبې لوړې کړې او جنرال رضوان اختر یې د استخباراتي ادارې ISI د نوي مشر په توګه وټاکه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان پوځ پنځو نورو جنرالانو ته هم نوې دندې ورکړې او د هغوی رتبې یې لوړې کړې دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې جنرل

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې جنرل هدايت الرحمان د پېښور کور کمانډر، جنرل نويد مختار د کراچۍ کورکمانډر، جنرل هلال حسين د منګلا کورکمانډر، جنرل غيور محمود د ګوجرانواله کورکمانډر او نذير احمد بټ آئي جي سي ټاکل شوي دي.
هدايت الرحمان د پېښور کور کمانډر، جنرل نويد مختار د کراچۍ کورکمانډر، جنرل هلال حسين د منګلا کورکمانډر، جنرل غيور محمود د ګوجرانواله کورکمانډر او نذير احمد بټ آئي جي سي ټاکل شوي دي.
د دغه دفتره نه خپره شوې خبرپاڼه وايي نوي ټاکل شوي جنرالان به د نومبر د میاشتې له لومړی نېتې څخه خپله دنده پیل کړي.
خو د جنرال اختر په اړه یې ویلي چې نوموړی به د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی مشري واخلي.
داسې ګڼل کيږي چې اخترد تروريزم پرضد د مبارزې کاري تجربه لري او تر دې وړاندې نوموړی له افغانستان سره د ډيورنډ پرکرښه، په جنوبي وزيرستان کې پردنده ګومارل شوی وو.
باید وویل شي، رضوان اختر په دې نوې دنده ځکه ګومارل کيږي چې د ISI پخوانی مشرظهيرالاسلام به د سپتمبرد روانې مياشتې په پای کې تقاعد شي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین