۰

د ننګرهار استناف محکمې پاکستانۍ خبریال له زندانه خوشی کړ

سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۱
د ننګرهار استناف څارنوالۍ یو پاکستانی خبریال چې له وسله والو طالبانو سره د تړو په تور په دغه ولایت کې نیول شوی وو، له زندانه خوشی او په ننګرهار کې یې د پاکستان قونسلګرۍ ته وسپاره.
د ننګرهار استناف محکمې پاکستانۍ خبریال له زندانه خوشی کړ

د ننګرهار استناف څارنوالۍ یو پاکستانی خبریال چې له وسله والو طالبانو سره د تړو په تور په دغه ولایت کې نیول شوی وو، له زندانه خوشی او په ننګرهار کې یې د پاکستان قونسلګرۍ ته وسپاره.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار استناف څارنوالي وايي، چې دغه پاکستانۍ

هغه وویل «نه وهل او نه ټکول شي او نه هم چا راته ښکنځل کړي دي، په ټوله کې ما په محبس کې ښه وخت تیر کړی دی،خصوصا جمهور رييس او د دې ځای ژورنالستانو خصوصي مهرباني وکړه، سړی، چې رښتیا ووايي ددې دواړو ملکونو له خوا اړیکې ښې نه دي او زه ډاډ درکوم،چې زماپه تګ سره به هغوی ته یو پيغام ورکړم، چې دلته په محبس کې يي ما سره ډيره ښه رویه شوې او دا کار به د دواړو هیوادونو په روابطو ښه اغېز وکړي»
خبریال د دواړ هېوادونو تر منځ د حسن نیت په خاطر خوشی شوی دی.
پاکستانی خبریال فیض الله پنځه میاشتې وړاندې د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې له طالبانو سره د تړاو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی وو.
د ننګرهار د استناف څارنوالۍ مشر څارنوال قیوم ازادۍ وايي، یاد خبریال ته په ابتدایه محکمې کې څلور کاله بند سزا ورکړل شوې وه، چې موظف څارنوال پرې قناعت ونکړ او استناف طلب شو.
څارنوال قیوم وايي، په همدې موده کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي نه د یاد خبریال د خوشې کېدو غوښتنه شوې وه او د دواړو هېوادونو د حسن نیت په خاطر خوشی شو.
خبریال فیض الله په زندان کې پنځه میاشتې تېرې کړې وې او له خوشي کېدو نه یوازې چې خوښ ښکارېده بلکې له افغان دولت نه یې مننه وکړه او وايي چې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا ورسره ښه چلند کېده.
هغه وویل «نه وهل او نه ټکول شي او نه هم چا راته ښکنځل کړي دي، په ټوله کې ما په محبس کې ښه وخت تیر کړی دی،خصوصا جمهور رييس او د دې ځای ژورنالستانو خصوصي مهرباني وکړه، سړی، چې رښتیا ووايي ددې دواړو ملکونو له خوا اړیکې ښې نه دي او زه ډاډ درکوم،چې زماپه تګ سره به هغوی ته یو پيغام ورکړم، چې دلته په
د خبریال فیض الله د خوشې کېدو پرمهال په دې ولایت کې د پاکستان قونسل فرمان الله یوسفزي له افغان دولته مننه وکړه، چې د یاد خبریال په قضيه کې له نرمې رویه څخه کار اخیستې او د خوشې کیدو په باره کې پوره همکاري وکړه.
محبس کې يي ما سره ډيره ښه رویه شوې او دا کار به د دواړو هیوادونو په روابطو ښه اغېز وکړي»
د خبریال فیض الله د خوشې کېدو پرمهال په دې ولایت کې د پاکستان قونسل فرمان الله یوسفزي له افغان دولته مننه وکړه، چې د یاد خبریال په قضيه کې له نرمې رویه څخه کار اخیستې او د خوشې کیدو په باره کې پوره همکاري وکړه.
د یاودنې وړه ده، چې خبریال فیض الله د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ARY News تلویزیوني چینل سره خبریال و.
نوموړي پرته له دې چې په ننګرهار کې کومه اداره په جریان کې واچوي، له طالبانو سره د مرکې کولو په موخه په غیر قانوني توګه ننګرهار ته راغلی وو، چې په لعل پوره ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له دوه طالبانو سره یو ځای نیول شوی وو.

جمهور آژآنس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین