هندي او چنايي چارواکي وايي، هېوادونه یې ژمن دي، چې له افغانستان سره خپلو وړیا مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د ولسمشر مرستیال محمد حمید انصاري او د چین د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر ین ویمنګ له
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د ولسمشر مرستیال محمد حمید انصاري او د چین د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر ین ویمنګ له ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني سره د کتنې پر مهال وکړې.
ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني سره د کتنې پر مهال وکړې.
دواړو چارواکو د خپلو هېوادونو په استازیتوب ولسمشر او افغان ولس ته مبارکي وویل او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو او لوړې په مراسمو یې خوښي وښوده.
په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند تر منځ د دوستانه اړیکو او همکاریو د دوام او د افغانستان له نوي حکومت سره د دغو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې. د هند د جمهوري ریاست مرستیال ښاغلي انصاري ډاډ څرګند کړ چې هند له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو دوام ته چمتو دی او له افغانستان سره د دغو همکاریو دوام ته نه یوازې د هند حکومت، بلکې د هند خلک هم ژمن دي.
جمهورریس احمدزي په تېرو کلونو کې له افغانستان
د هند د جمهوري ریاست مرستیال ښاغلي انصاري ډاډ څرګند کړ چې هند له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو دوام ته چمتو دی او له افغانستان سره د دغو همکاریو دوام ته نه یوازې د هند حکومت، بلکې د هند خلک هم ژمن دي.
سره د هند له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او د هغو پر دوام باندې یې ټینګار وکړ.
ولسمشرغني و ویل چې افغانستان له هند سره ژورې تاریخي او دوستانه اړیکې لري، هر شخص چې د افغانستان د دولت واګي په لاس کې اخلي هغه به له هند سره دوستانه اړیکو ته دوام ورکوي.
ښاغلي د هند د ولسمشر له مرستیال څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د بشري پانګې په برخه کې همکاري وکړي.
ده همدا راز وویل چې هند دې په هغو برخو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي چې افغانستان ورته ډیره اړتیا لري.
د هېواد جمهورریس د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې هندوستان دې د دې له موږ سره همکاري وکړي
ولسمشرغني و ویل چې افغانستان له هند سره ژورې تاریخي او دوستانه اړیکې لري، هر شخص چې د افغانستان د دولت واګي په لاس کې اخلي هغه به له هند سره دوستانه اړیکو ته دوام ورکوي.
چې د افغانستان زراعتي محصولات د هغه هېواد بازارونو ته لاره پیدا کړي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ځمکنۍ ترانزیتي لارې مهمې او ګټورې وبللې، د ایران د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د ترانزیتي لارې د جوړیدو د کار پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
بل خوا د چین د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر ین ویمنګ ښاغلي غني وویل چې چین له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ دوام ته ارزښت ورکوي او د افغانستان استقلال، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي کوي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو وړیا
بل خوا د چین د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت له وزیر ین ویمنګ ښاغلي غني وویل چې چین له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ دوام ته ارزښت ورکوي او د افغانستان استقلال، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي کوي.
مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د پانګې اچونې کچه پراخه کړي.
ښاغلي یم ویمنګ، تروریزم د دواړو هېواد پر وړاندې ګډ ګواښ وباله او د دغې پدیدې پر وړاندې یې پر ګډې مبارزې باندې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت وزیر د افغانستان جمهوررئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ته بلنه ورکړه چې د استانبول د بهیر په څلورم کنفرانس کې چې د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په وروستیوکې د دغه هېواد د تیانجین په ښارکې جوړیږي، ګډون وکړي.
ښاغلي غني هم د ده د لوړې په مراسمو کې د چین د بشري منابعو او د ټولنیز امنیت د وزیر د ګډون او په تیرو کلونو کې له افغانستان سره د چین د مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان حکومت د دې غوښتونکی
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، تروریزم د سیمې په کچه یو مشترک ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان ته د سولې راوستل یې د حکومت لومړیتوب دی.
دی چې د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، تروریزم د سیمې په کچه یو مشترک ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان ته د سولې راوستل یې د حکومت لومړیتوب دی.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د چین بازارونو ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو د لارې موندنې په برخه کې د هغه هېواد چارواکې لازمه همکاري وکړي.
ښاغلي غني د وریښمو د لارې د بیا فعالیدو په اړه د چین د نظر ملاتړ وکړ، وې ویل چې د دغې لارې بیا فعالېدل فرهنګي او اقتصادي ګټې له ځان سره لري چې افغانستان یې د بیا فعالېدو غوښتونکی دی.
جمهور آژآنس: کابل