۰

د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شو

سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۱
بالاخره د افغانستان او امریکا تر منځ او دغه راز د افغانستان او ناټو تر منځ دفاعي او امنیت تړون لاسلیک شو.
د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شو

بالاخره د افغانستان او امریکا تر منځ او دغه راز د افغانستان او ناټو تر منځ دفاعي او امنیت تړون لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون همدا نن په ارګ کې د افغانستان د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، جهادي مشرانو، مخورو سیاسي څېرو او بهرنیو دپلوماتانو په وړاندې لاسلیک شو.
د افغانستان له لوري د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا له خوا په افغانستان کې د دغه هېواد لوی سفیر جمیزکنینګهم لاسلیک کړ.
دغه راز په دغه مراسمو کې د افغانستان او ناټو تر منځ هم په افغانستان کې د هغوی د سرتېرو د فعالیتونو او پاتې کېدو تړون هم لاسلیک شو.
د ناټو او افغانستان تر منځ تړون هم د افغانستان له لوري محمد حنیف اتمر چې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار دی او د ناټو له خوا د دغه سازمان د سفیر
د امریکا او ناټو له خوا له افغانستان سره امنیتي او دفاعي تړونونه د ولسمشر ډاکتر غني د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته لاسلیک شو.
دا هغه تړون دی، چې له تېر یوه نیم کال راهیسې د افغانستان د پخواني ولسمشر او امریکا تر منځ پرې ناندرۍ روانې وې.
ښاغلي کرزي په وار وار ویلي، چې له امریکا سره یې ځکه دغه تړون نه لاسلیک کاوه، چې په وینا یې امریکا په تړون کې د ده غوښتنه ونه منله.
ښاغلي کرزي ویلي و چې امریکا ته یې ویلي و چې که افغانستان ته سوله راولي تړون به لاسلیک کړي او که یې رانه ولي تړون به لاسلیک نه کړي.
کرزي ویلي وو چې افغانستان ته د سولې راوستل د امریکا او پاکستان په لاس کې دي او که دوی ونه غواړي افغانستان ته سوله نه شي راتلای.
هغه راتلونکي حکومت ته هم له امریکا او پاکستان سره د محتاطانه اړیکو د پرمخ وړلو مشوره ورکړه، ځکه چې په خبره یې دغه هېوادونه په افغانستان کې خپل مشخص اهداف لري.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین