۰

د هند د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اشرف غني سره وکتل

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۵
د هند د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د تروريستي ضد مبارزې او سيمه ييزو مسلو په باب خبرې وکړې.
د هند د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اشرف غني سره وکتل

د هند د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د تروريستي ضد مبارزې او سيمه ييزو مسلو په باب خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر احمدزي هند د افغانستان تاريخي دوست وباله او د تعليم، امنيت، اقتصاد او روغتيا په برخو کې يې له افغانستان

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر احمدزي هند د افغانستان تاريخي دوست وباله او د تعليم، امنيت، اقتصاد او روغتيا په برخو کې يې له افغانستان سره د هند د مرستو مننه وکړه.
سره د هند د مرستو مننه وکړه.
په ورته وخت کې د هند د ملي امنيت سلاکار له خپل افغان سیال محمد حنيف اتمر سره په جلا کتنه کې پر امنيتي مسايلو سربېره په افغانستان کې د انکشافي پروګرامونو د تمويل او تطبيق په باب خبرې وکړې.
دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيکې موافقې د عملي کېدو په خاطر د ګډو کاري ډلو پر جوړولو ټينګار وکړ.
باید وویل شي، چې د افغانستان او هند تر منځ په ۲۰۱۱ ميلادي کال د ستراتيژيکو همکاريو موافقه لاسليک شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد عمر داودزي هم تېره ورځ د ډیلي په کنفرانس کې ګډون کړی و، او له هنده یې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او افغان ځواکونو ته د وسلې د ورکړې په برخه کې غوښتنې وکړې.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین