۰

اروزګان کې څلور ماشومان ټپیان شول

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۰۳
چارواکي وايي په اروزګان ولایت کې په دوه کورونو کې د هاوان د لګېدو له امله څلور ماشومان ټپیان شول.
اروزګان کې څلور ماشومان ټپیان شول

چارواکي وايي په اروزګان ولایت کې په دوه کورونو کې د هاوان د لګېدو له امله څلور ماشومان ټپیان شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ګیزاب ولسوال عبدالله خان وايي، چې نن سهار څه باندې ۹ بجې د وسله والو له لوري توغول شوی هاوان د ولسوالۍ په مرکز کې د ولسي وګړو په دوه کورنو لګېدلی دی.
نوموړی وایي په دغه توغندویي برید کې څلور تنه ماشومان سخت ټپیان شوي، چې دا مهال روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د ګيزاب ولسوال وايې چې د تېرې يوې نيمې مياشتې را پدېخوا جګړه روانه ده او دا جګړه د ولسوالۍ مرکز ته نژدې په دوه کيلومترۍ کې ده.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
جمهور آژآنس: اروزګان

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


صبور
طالبان و رهبران آنها در یک حالت سردرگمی قرار دارند، و نمیدانند که چه میکنند. از همین علت است که مردم ما دیگر هیچ کدام امید آرامی و صلح از طالبان ندارند.
پربازدیدترین