۰

خوست کې درې حکومتي چارواکي د اختلاس په تور ونیول شول

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۴
د خوست د استناف څارنوالی چارواکي وايي، د دغه ولایت د ولایتي شورا د مرستیال په ګډون یې درې تنه حکومتي کارکونکي د اداري فساد او اختلاس په تور نیولي دي.
خوست کې درې حکومتي چارواکي د اختلاس په تور ونیول شول

د خوست د استناف څارنوالی چارواکي وايي، د دغه ولایت د ولایتي شورا د مرستیال په ګډون یې درې تنه حکومتي کارکونکي د اداري فساد او اختلاس په تور نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له

د خوست د استناف څارنوالی رییس شعیب ثابت وايي په نیول شویو کسانو کې یو د خوست د ولایتي شورا مرستیال، د خوست مستوفیت د بشري منابعو مدیر او دغه راز د خوست د پوهنې ریاست د مالوماتي ټکنالوژۍ مدیر شامل دي.
مخې دغه درې حکومتي کارکونکي تېره ورځ د خوست ولایت د استناف څارنوالی له خوا نیول شوي دي.
د خوست د استناف څارنوالی رییس شعیب ثابت وايي په نیول شویو کسانو کې یو د خوست د ولایتي شورا مرستیال، د خوست مستوفیت د بشري منابعو مدیر او دغه راز د خوست د پوهنې ریاست د مالوماتي ټکنالوژۍ مدیر شامل دي.
نوموړي ویلي ، چې نیول شوي کسان د عبدالله خان تڼي د عالي دارالمعلمین له پاره د خریدارۍ په هیات کې و او د څلور میلیونه درې لکه اویا زره افغانیو په قیمت يې اجناس خریداري کړي وو.
دی وايي، په دې خریدارۍ کې د دوی له خوا څرګند اختلاس شوی و؛ نو د ولایت مقام او د لوی څارونوال په لارښوونه توقیف
ښاغلي ثابت زیاته کړې«دا درې واړه د اختلاس او غلا په تور د څارنوالۍ ریاست له خوا نه توقیف ته ولیږل شول؛ دوی د عبدالله خان دارالمعلمین ته د اجناسو په اخیستلو کې اختلاس کړی و او اختلاس يې ثابت دی.»
او محبس ته ولیږل شول.
ښاغلي ثابت زیاته کړې«دا درې واړه د اختلاس او غلا په تور د څارنوالۍ ریاست له خوا نه توقیف ته ولیږل شول؛ دوی د عبدالله خان دارالمعلمین ته د اجناسو په اخیستلو کې اختلاس کړی و او اختلاس يې ثابت دی.»
ده ویلي، چې پخوا د قانون ماتوونکو پر وړاندې ځکه اقدام نه شو کولای چې په اختلاس تورن کسان د چاراکو له خوا حمایه کېدل، خو اوس چې نوي حکومت د اختلاس پر وړاندې کلکه مبارز پیل کړې، دوی به هم کلکه مبارزه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د خوست سرپرست ښاروال د اختلاس په تور نیول شوی او محبس ته لېږل شوی وو.
جمهور آژنس: خوست

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین