۰

ولسمشر غني او د چین صدراعظم له طالبانو د سولې غوښتنه وکړه

شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۷:۵۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي او د چین صدراعظم لیي د افغانستان پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د پخلاینې په خبرو کې ګډون وکړي او د سیاسي لارې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
ولسمشر غني او د چین صدراعظم له طالبانو د سولې غوښتنه وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي او د چین صدراعظم لیي د افغانستان پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د پخلاینې په خبرو کې ګډون وکړي او د سیاسي لارې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي غني له وسله والو وغوښتل چې د سولې او پخلاینې په بهیر کې ورګډ شي او په ورته وخت کې یې دا هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه به له دفاع لاس وانخلي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې ولسمشر غني تېره ورځ په بیجنګ کې «افغانستان د اسیا زړه» کنفرانس کې وسله وال طالبان له کوم ځانګړي امتیاز پرته سولې ته وروبلل.
ښاغلي غني له وسله والو وغوښتل چې د سولې او پخلاینې په بهیر کې ورګډ شي او په ورته وخت کې یې دا هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه به له دفاع لاس وانخلي.
نوموړی وايي، سوله د افغانستان د حکومت تر ټولو لوړ لومړیتوب دی او ځکه طالبان په هیواد کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره سیاسي خبرو ته وربولي.
ښاغلي غني له نړیوالې
ښاغلي غني له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له شریکانو هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
ټولنې او د افغانستان له شریکانو هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې د چېن صدراعظم لیي قیقیانګ هم د افغانستان په بېلابېلو سیاسي مخالفانو غږ وکړ چې پخوانۍ دښمنۍ دې یوې خواته کړې او د سیاسي پخلاینې له عملیې سره دې یوځای شي.
لیي دغه راز له افغانستان سره د شاوخوا ۴۴۰ میلونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه تر څو افغانانو ته په بېلابېلو مسلکي برخوکې کارونه پیدا کړي او دغه راز به پنځه
لیي دغه راز له افغانستان سره د شاوخوا ۴۴۰ میلونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه تر څو افغانانو ته په بېلابېلو مسلکي برخوکې کارونه پیدا کړي او دغه راز به پنځه سوه افغان زده کوونکو ته په چېن کې د زده کړې بورسونه ورکړي.
سوه افغان زده کوونکو ته په چېن کې د زده کړې بورسونه ورکړي.
په بېجنګ کې د اسیا زړه دا کنفرانس د استانبول د پروسې په دوام کې د افغانستان پر سولې او امنیت د خبرو لپاره جوړ شوی و.
د استانبول د سولې موافقه د چین، روسیې، افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په دې هدف شوې وه چې په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې د سیمې د هیوادونو ملاتړ ترلاسه شي.
په دې پروسه کې د افغانستان، چین، ایران، پاکستان، هند، پاکستان، روسیې او ترکیې په شمول ۱۴ هیوادونه برخه لري او د ملګروملتو، امریکا، بریتانیا او د شانګهای ټولنې په ګډون ۲۸ لوري یې ملاتړ کوي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین