۰

د امنیتي ځواکونو د یونیفورم په اړه د کابل هټۍ والو ته د پولیسو خبرداری

شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۰۵
د کابل پولیسو د ښار هټۍ والو ته ضرب الاجل وټاکه چې په درو ورځو کې ټول پوځي وسایل او یونیفورم وروسپاري.
د امنیتي ځواکونو د یونیفورم په اړه د کابل هټۍ والو ته د پولیسو خبرداری

د کابل پولیسو د ښار هټۍ والو ته ضرب الاجل وټاکه چې په درو ورځو کې ټول پوځي وسایل او یونیفورم وروسپاري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کابل پولیس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د جنايي فعالیتونو د مخنیوي لپاره به په ښار کې د پوځي وسایلو او یونیفورمونو د ټولولو لپاره عملیات پیل شي.
سرچینه وايي، چې له دغو وسایلو او یونیفورمونو څخه په ځلونو

سرچینه وايي، چې له دغو وسایلو او یونیفورمونو څخه په ځلونو د جنایتکارو ډلو او غلو له لوري د جنایتونو او د امنیت د خرابولو لپاره کار اخیستل شوی دی.
د جنایتکارو ډلو او غلو له لوري د جنایتونو او د امنیت د خرابولو لپاره کار اخیستل شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې هټۍ والو او مارکیټونو ته خبرداری ورکړای شوی چې د پوځي وسایلو او یونیفورمونو خرڅلاو او پېرودل په کلکه ودروي او دا ډول وسایل امنیتي ځواکونو ته وسپاري.
د کابل پولیسو همداراز ویلي چې په ټول ښار کې به د داسي وسایلو د ټولولو لپاره عملیات پیل کړي او که له چا سره وموندل شول وبه نیول شي او دوکان به یې بند کړای شي.
کابل پولیس پر داسې مهال دغه اقدام کوي، چې تر دې وړاندې د پولیسو او ارو له یونفورم څخه په بېلا بېلو بریدونو او جنايي پېښو کې د وسله والو، غلو، داړمارانو، او غلچکي برید کوونکو له خوا کار اخستل شوی دی.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین