۰

ماین چاودنې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۲
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې شپږ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
ماین چاودنې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې شپږ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار لس بجې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د شېرزادو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش وايي، پولیس په یاده سیمه کې پر ګزمه بوخت و، چې رنجر موټر یې د سړک د غاړې پر خښ شوي ماین ختلی.
نوموړي زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره چې ټپي پولیس د مرکز پل علم ملکي روغتون ته وړل شوي او د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
دی وايي، چې په چاودنه کې د پولیسو موټر په بشړه توګه له منځه تللی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.
د سړک د غاړې بمي چاودنې یو له هغه امنیتي ننګونو څخه دي، چې تر ډېره پورې یې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهور آژانس: لوګر

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین