۰

۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول

شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۶
رپوټونه وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته کې۷ پاکستاني پوځیان و وژل شول.
۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول

رپوټونه وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته کې۷ پاکستاني پوځیان و وژل شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه نښته نن سهارد خیبرپښتونخوا د خیبر ایجنسۍ په شېرین دره سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان پوځ ویلي،

د پاکستان پوځ ویلي، چې لومړی وسله والو په یاده سیمه کې د پوځیانو پر پوستې وسله وال برید کړی، چې پر مهال یې شپږ پوځیان وژل شوي دي. دوی وايي له دې وروسته چورلکو پر وسله والو بمبار کړی، چې له امله یې ۲۰ وسله وال هم وژل شوي دي.
چې لومړی وسله والو په یاده سیمه کې د پوځیانو پر پوستې وسله وال برید کړی، چې پر مهال یې شپږ پوځیان وژل شوي دي.
دوی وايي له دې وروسته چورلکو پر وسله والو بمبار کړی، چې له امله یې ۲۰ وسله وال هم وژل شوي دي.
بل خوا په باجوړ کې د یوې بمي چاودنې له امله یو پاکستانی پوځي وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دا په تېرو څلور وروځو کې څلورم ځل دی، چې پاکستاني پوځیانو ته د وسله والو په برید او چاودنو کې مرګ ژوبله اوړي.
تېر ماښام هم د خیبرایجنسۍ په شېرین دره سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې برید شوی وو، چې په کې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپی شوی وو.
تر دې دوه ورځې وړاندې بیا په یوه بمي چاودنه کې ۷ پوځیان ټپیان شوي وو او تر هغې ور وړاندې په یوه بله چاودنه کې د پاکستاني پوځ څلور چارواکي سخت ټپیان شوي وو.
جمهور آژآنس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین