۰

د پاکستان پوځ د ۸۰ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۶
د پاکستان پوځ وایي، د دغه هېواد جنګي الوتکو په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر پټنځایونو بمبار کړی او ۸۰ وسله وال یې په کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ د ۸۰ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

د پاکستان پوځ وایي، د دغه هېواد جنګي الوتکو په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر پټنځایونو بمبار کړی او ۸۰ وسله وال یې په کې وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان پوځ وايي

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۸۰ وسله وال وژل شوي چې په خبره یې د ازبک جنګیالیو په ګډون نور بهرني جنګیالي هم په کې دي.
جنګي الوتکو تېره ورځ د شمالي وزیرستان په دته خیلو او ډیګن سیمو کې د وسله والو پر ضد هوايي بریدونه کړي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چې په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۸۰ وسله وال وژل شوي چې په خبره یې د ازبک جنګیالیو په ګډون نور بهرني جنګیالي هم په کې دي.
پوځ ویلي، چې په دې بریدونو کې څه موده وړاندې د کراچۍ پر هوایي ډګر د ترسره شوي برید طرحه کوونکی ابو عبدالرحمان الماني هم وژل شوی دی.
خو پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د طالبانو پر وړاندې د هوایي
پوځ ویلي، چې په دې بریدونو کې څه موده وړاندې د کراچۍ پر هوایي ډګر د ترسره شوي برید طرحه کوونکی ابو عبدالرحمان الماني هم وژل شوی دی.
بریدونو او ۸۰ وسله والو د وژلو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې درې ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي ډلیز ځانمرګي بریدونه وکړل.
د رپوټونو له مخې په دغه برید کې ۱۴۱ تنه زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي او ۱۲۶ تنه نور ټپیان شوي.
د برید مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخستی وو او ویلي یې دي، چې دغه برید یې د شمالي وزیرستان د عملیاتو په بدل کې کړی، کوم چې پاکستاني پوځ په کې ۵۰۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
جمهور آژآنس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین