۰
ویکیلیکس:

سي آی اې په ټینګه د طالبانو مشران نه په نښه کول

شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۸
ویکیلیکس وېبپاڼې د سي آی اې یو راپور افشا کړی، او ویلي یې دي، چې سي آی اې په تينګه د طالبانو مشران نه په نښه کول.
سي آی اې په ټینګه د طالبانو مشران نه په نښه کول

ویکیلیکس

د سي آی اې دغه راپور په ۲۰۰۹ کال د یولړ هغو تحلیلونو پربنسټ جوړ شوی، چې وايي:''په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو ځینې مهم مشران په نښه شوي دي''، خو د راپور پایله دا شوې ده چې ''د وژل شویو طالب مشرانو د ځای ناستو ټاکلو د ایتلافي ځواکونو عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي، ځکه طالبان بیا پیاوړي شوي.''
وېبپاڼې د سي آی اې یو راپور افشا کړی، او ویلي یې دي، چې سي آی اې په تينګه د طالبانو مشران نه په نښه کول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بي بي سي یو راپور خپور کړی چې ویکیلیکس ویلي د وسله والو طالبانو د مشرانو په نښه کولو پر دغې ډلې پاموړ اغېز نه دی کړی.
د سي آی اې دغه راپور په ۲۰۰۹ کال د یولړ هغو تحلیلونو پربنسټ جوړ شوی، چې وايي:''په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو ځینې مهم مشران په نښه شوي دي''، خو د راپور پایله دا شوې ده چې ''د وژل شویو طالب مشرانو د ځای ناستو ټاکلو د ایتلافي ځواکونو عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي، ځکه طالبان بیا پیاوړي شوي.''
په دغه راپور کې د طالب مشرانو په نښه کولو
په دغه راپور کې د طالب مشرانو په نښه کولو کې منفي او مثبت اړخونه څېړل شوي چې د 'مهمو عناصرو' نوم ورکړل شوی دی، خو ویکیلیکس ورته 'د وژنې ملاتړی پروګرام' نوم غوره کړی.
کې منفي او مثبت اړخونه څېړل شوي چې د 'مهمو عناصرو' نوم ورکړل شوی دی، خو ویکیلیکس ورته 'د وژنې ملاتړی پروګرام' نوم غوره کړی.
راپور په افغانستان او عراق کې د ایتلافي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په اړه هم تحلیل راخیستی دی.
راپور وايي، په افغانستان کې د طالبانو د مهمو کسانو په نښه کول د دغې ډلې پر وړاندې د ایتلافي ځواکونو د هڅو څرګندونه
راپور وايي، په افغانستان کې د طالبانو د مهمو کسانو په نښه کول د دغې ډلې پر وړاندې د ایتلافي ځواکونو د هڅو څرګندونه کوي، چې په وینا یې "طالبان د خپلو په نښه کېدونکو یا په نښه شویو مشرانو د ځای ناستو ټاکلو لپاره ښه پلان جوړونه لري."
کوي، چې په وینا یې "طالبان د خپلو په نښه کېدونکو یا په نښه شویو مشرانو د ځای ناستو ټاکلو لپاره ښه پلان جوړونه لري."
د راپور د لیکلو له مهال راهیسې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان په شمال لوېديځ کې د طالب مشرانو او القاعدې غړو په نښه کولو په موخه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړي دي.
سي آی اې ویکیلیکس د دغې افشاګرۍ په اړه له کومې څرګندونې ډډه کړې ده.
جمهورآژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین