۰

د خیبر پښتونخوا حکومت افغان کډوال وباسي

شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۷
د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې، چې په یوه میاشت کې به ټول افغان کډوال چې په پښتونخوا کې مېشت دي وباسي.
د خیبر پښتونخوا حکومت افغان کډوال وباسي

د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې، چې په یوه میاشت کې به ټول افغان کډوال چې په پښتونخوا کې مېشت دي وباسي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د خیبرپښتونخوا حکومت دغه پرېکړه تېره ورځ وروسته له هغې وکړه، چې درې ورځې وړاندې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د وسله والو په برید کې نېږدې ۲۵۰ تنه ووژل شول چې ډېری یې زده کوونکي و.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت پرون د اعلي وزیر پروېز خټک په مشرۍ د کابینې په ځانګړې غونډه کې فیصله وکړه چې ټول افغان مهاجر به په یوه میاشت کې دننه باسي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني د کابینې له غونډې وروسته رسنیو ته وویل:«که په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات (په امن کې) کېدای شي، په پاکستان کې د دغه هیواد اتباع هم خپل هیواد ته ستنېدای شي.»
د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس به په لومړي پړاو کې افغان کډوال په یوه میاشت کې له ښاري سیمو وایستل شي، وروسته به ایالتي حکومت بله پرېکړه وکړي. 
که څه هم پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، چې د پېښور برید په افغانستان کې طرحه شوی وو، خو افغان دولت دغه خبره رد کړې او ډېری شنونکي وايي، چې دغه برید خپله د پاکستان د څارګرې ادارې کار وو.
دغه خبره وړمه ورځ په کوټه کې د یوه لاریون پر مهال هم وشوه او لاریون کوونکو ویل، چې په ارمي پبلېک سکول برید ذمه واري د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پر غاړه ده.
جمهور آژنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین