۰

د نوې کابینې ۸ وزیران او د ملي امنیت رییس بریالي او ۱۰ وزیران ناکام شول

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۲
ولسي جرګې د نن چهار شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د نوې کابینې د ۱۸ وزیرانو او د ملي امنیت ریاست د نوماند له پاره د رایې ورکولو صندقونه کېښودل چې په کې ۸ وزیرانو او د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې له خوا تاييد او ۱۰ وزیران رد شول.
د نوې کابینې ۸ وزیران او د ملي امنیت رییس بریالي او ۱۰ وزیران ناکام شول

ولسي جرګې د نن چهار شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د نوې کابینې د ۱۸ وزیرانو او د ملي امنیت ریاست د نوماند له پاره د رایې ورکولو صندقونه کېښودل چې په کې ۸ وزیرانو او د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې له خوا تاييد او ۱۰ وزیران رد شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې، د کورنیو، بهرنیو، مالیې، عامې روغتیا، کډوالو چارو، معادن او پطرولیم، کلیو پراختیا، حج اوقاف وزارتونو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې له خوا تاييد شول.
دغه راز، دفاع، اقتصاد، لوړو زده کړو، پوهنې، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو، فواید عامې، هوايي چلند او ترانسپورټ او د قومونو او قبایلو چارو وزارتونو له پاره نوماند وزیرانو ونه شوای کولای چې د ولسي جرګې د تاييد رایه تر لاسه کړي.
د ولسي جرګې د نن ورځې غونډې نصاب د پخوا سره ډېر توپیر درلود، ځکه په نورو ورځو کې به وکیلان کم خو نن یې شمېر ۲۴۳تنو ته رسېده.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د رایې ورکولو د بهیر له ختم سره سم وویل چې د ولسي جرګې د نن نصاب ۲۴۳ تنه استازی دی او د هر نوماند وزیر د تایید له پاره ۱۲۲ مثبتو رایو ته اړتیا ده.
د رایې د شمېر د بهیر له پیل سره سم لومړی د ملي امنیت د مشر رحمت الله نبیل رایې وشمارل شوې، چې نوموړي د ۱۵۴ مثبتو

د جمهور آژآنس د خبر له مخې، د کورنیو، بهرنیو، مالیې، عامې روغتیا، کډوالو چارو، معادن او پطرولیم، کلیو پراختیا، حج اوقاف وزارتونو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې له خوا تاييد شول.
رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له خوا د ملي امنیت رییس وټاکل شو.
د ښاغلي نبیل رد رایې ۵۸ او سپینې رایې یې ۲۲ وې.
د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ډګر جنرال نورالحق علومي ۱۳۱، ۹۱ رد، ۶ باطلې او ۱۵ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره کورنیو چارو وزرات ته بریالی شو.
د بهرنیو چارو وزارت له پاره نوماند وزیر صلاح الدین رباني ۱۵۱ تایید، ۷۰ رد رایې، ۹ باطلې او ۱۲ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته بریالی او دا چوکۍ یې خپله کړه.
د مالیې وزرات ته نوماند اکلیل حکیمي ۱۲۸ تایید، ۸۶ رد، ۸ باطلې او ۲۱ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د مالیې وزیر وټاکل شو.
د عامې روغتیا وزارت له پاره نوماند وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز ۱۷۰ تاييد، ۵۴ رد، ۴ باطلې او ۱۲ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د عامې روغتیا وزیر شو.
د کډوالو چارو وزارت له پاره نوماند وزیر سید حسین عالمي بلخي ۱۳۴ تاييد ۸۷ رد، ۵ باطلې ۱۷ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د کډوالو چارو وزیر شو.
د معادنو او پېطرولیم وزارت له پاره نوماند وزیر ډاکتر داود شاه صبا ۱۴۶ تاييد، ۷۴ رد،۱۰ باطلې او ۱۳ سپینیو په ترلاسه کولو سره وکولای شوي د معادونو او پېطرولیم وزارت وزیر شي.
د کلیو پراختیا وزارت له پاره نوماند نصیر احمد دراني، ۱۴۵ تاييد، ۷۱ رد، ۵ باطلې، ۱۹ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د کلیو پراختیا وزارت څوکۍ وګټله.
د حج او اوقافو وزارت ته نوماند فیض محمد عثماني ۱۶۰ تاييد،۶۱ رد، ۵ باطلې او ۱۷ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره د دغه وزارت وزیر وټاکل شو.
دغه راز د ملي دفاع وزرات له پاره نوماند وزیر سترجنرال شېرمحمد کریمي ۹۶ رایې تایید ، ۱۱۲ رد رایې، ۲۶ سپینې او ۷ باطلو رایو په ترلاسه
دغه راز، دفاع، اقتصاد، لوړو زده کړو، پوهنې، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو، فواید عامې، هوايي چلند او ترانسپورټ او د قومونو او قبایلو چارو وزارتونو له پاره نوماند وزیرانو ونه شوای کولای چې د ولسي جرګې د تاييد رایه تر لاسه کړي.
کولو سره ونه شوای کوالی د ملي دفاع وزارت څوکۍ خپله کړي.
د اقتصاد وزارت له پاره نوماند وزیر سردار محمد رحمان اوغلي ۱۰۴ تاييد، ۱۰۳ رد، ۲۷ سپینې، ۹ باطلو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای، چې دغه څوکۍ وګټي.
د لوړو زده کړو له پاره نوماند وزیرې خاطرې افغان ۷۱ تایید، ۱۴۶ رد، ۳ باطلې او ۲۱ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کړای، چې د لوړو زده کړو وزیره شي.
د پوهنې وزارت له پاره نوماند زلمي یونسي ۹۰ تاييد ۱۲۳ رد، ۲۱ سپینې او ۹ باطلو رایو په تر لاسه کولو سره ونه توانېده، چې د معارف وزیر شي.
د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت له پاره نوماند برنا کریمي ۱۱۵ تایید ۹۷ رد، ۵ باطلې او ۲۶ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای، چې د مخابراتو وزارت څوکۍ خپله کړي.
د فواید عامې وزرات له پاره نوماند وزیر ډاکترعباس بصیر۸۵ تایید، ۱۳۱ رد، ۸ باطلې او ۱۹ سپینیو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای، چې د فواید عامې وزارت څوک خپله کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت له پاره نوماند عبدالرحمن صلاحي، ۱۰۶تاييد، ۱۰۹ رد، ۴ باطلې، او ۲۴ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره ونه توانېده، چې د اوبو او برېښنا وزیر شي.
د سوداګرۍ وزارت له پاره نوماند سردار محمد رحیمي، ۱۱۱ تاييد، ۱۰۲ رد، ۹ باطلې، او ۲۰ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای د سوداګرۍ وزارت څوکۍ خپله کړي.
د هواي چلند او ترانسپورت وزارت له پاره نوماند فیض الله ذکي، ۸۱ تاييد، ۱۳۳ رد، ۴ باطلې او ۲۵ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای، چې د دغه وزارت څوکۍ خپله کړي.
د قومونو او قبایلو چارو وزارت له پاره نوماند قمرالدین شنواري، ۱۰۲ تاييد، ۱۱۲ رد، ۷ باطلې او ۲۲ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای، چې د قومونو او قبایلو چارو وزیر شي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین