۰

افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوالو کرکټ لوبو چانس تر لاسه کړ

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۰۷
ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په یو ورځنیو لوبو کې د لوبېدو نېغ په نېغه چانس ورکړی دی.
افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوالو کرکټ لوبو چانس تر لاسه کړ

ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په یو ورځنیو لوبو کې د لوبېدو نېغ په نېغه چانس ورکړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغانستان دغه چانس د یادې ادارې د نوې طرحې پر بنسټ تر لاسه کړی دی.
په دغه خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د (ایف ټي پي) له مخې به افغانستان راتلونکو څلورو کلونو پورې د ډیرو زیات یو ورځنیو نړیوالو لوبو چانس هم ولري.
په ایف ټي پي پروګرام کې له افغانستان سره ایرلینډ هم شامل دی.
که افغانستان تر نړیوال جام مخکې په نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ، نو نیغ په نیغه به لاره پیدا کوي او که نه نو نهم،

په دغه خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د (ایف ټي پي) له مخې به افغانستان راتلونکو څلورو کلونو پورې د ډیرو زیات یو ورځنیو نړیوالو لوبو چانس هم ولري.
لسم، یوولسم او دولسم مقام لرونکي هیوادونه به خپلو کې لوبې کوي او دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته لاره پیدا کوي.
دغه راز افغانستان به تر دې وروسته نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د ورلډ کرکټ لیګ لوبې نه کوي، دانټرکانټینینټال کپ یوازې څلور ورځنۍ ټسټ لوبې به ترسره کوي.
د آی سي سي د دغې پریکړې له مخې افغانستان کولی شي له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د نړیوالو لوبو لپاره څلور کلن پروګرامونه جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ۲۰۱۵ کال نړیوالو لوبو کې د لوبېدو چانس وار له مخه تر لاسه کړی، چې ښايي د جمعې په ورځ به افغان لوبډله د نړیوالو لوبو تر سره کولو په موخه استرالیا ته لاړه شي.
په دغه نړیوال جام کې افغانستان خپله لومړی لوبه له بنګلدېش لوبډلې سره د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ مه نېټه تر سره کوي.
د بنګله دیش تر څنګ به افغانستان په خپل ګروپ کې د انګلستان، استرالیا، سریلنکا، نیوزیلنډ او سکاټلند لوبډلو سره هم یوه، یوه لوبه کوي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین