۰
ولسمشر غني:

د سیمه ییز ارګانونو د وړاندیز په رڼا کې به د ولایتي شورا د نظارت ستونزه حل شي

يکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۲۲
د سیمه ییز ارګانونو د وړاندیز په رڼا کې به د ولایتي شورا د نظارت ستونزه حل شي ولسمشر محمد اشرف غني د سیمه یزو ارګانونو دخپلواکې اداره غوښتي، چې د ولایتي شوراګا د نظارتي رول په اړه خپل وړاندیزونه ورته وسپاري.
د سیمه ییز ارګانونو د وړاندیز په رڼا کې به د ولایتي شورا د نظارت ستونزه حل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د سیمه یزو ارګانونو دخپلواکې اداره غوښتي، چې د ولایتي شوراګا د نظارتي رول په اړه خپل وړاندیزونه ورته وسپاري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني وايي، د دغه وړاندیزونو په رڼا کې به د تصویب شوي قانون له پاره د تعدیل طرحه ملي شورا ته وړاندې کړي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان ولسمشر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دوې اونۍ وخت ورکړی چې پرحکومت د ولایتي شوراګانو د نظارتي رول په اړه خپل وړاندیزونه د ولسمشر دفترته ورکړي.
سرچینه وايي، ولسمشرمحمد اشرف غني دا سپارښتنه د هغو اندیښنو د څیړنې په هدف کړې چې ولسي جرګې د یوه قانون په تصویبولو سره پرحکومتي ادارو د ولایتي شورا ګانو نظارتي رول پای ته رسولی دی.
اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې د سیمه ییزو ارګانونو د وړاندیزونوپه رڼا کې به د تصویب شوي قانون لپاره د تعدیل طرحه ملي شورا ته وړاندې شي.
دا سپارښتنه داسې مهال شوې چې د لوګرد ولایتي شورا مشر ویلي که حکومت د نظارت حق بیرته ولایتي شوراګانو ته ورنه کړي، مظاهرې به وکړي.
له دې ورهاخوا به د ګڼو شمېر ولایتونو ولایتي شوراګانو خپلې دروازې تړلې او له ولسمشر نه یې غوښتي، چې د ولسي جرګې دغه قانون توشیح نه کړي.
جمهورآژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین