۰
جیمس ستیواردیس:

که له افغانستان سره مرستې کمې شي دا هیواد به له بي ثباتۍ سره مخ شي

يکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۱۰
په افغانستان کې د امریکايي او برېتانوي ځواکونو یوه پخواني قوماندان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، که له افغانستان سره مرستې کمې شي، نو دغه هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل شي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه استرالیايي جنرال یادې څرګندونې د اسرالیا له اسټرلین ميرورو ورځپاڼې سره په مرکه

نوموړي په دې مرکه کې زیاته ویلي،«اړتیا نشته چې لس زره ایتلافي ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته افغانستانه وباسو، د هغوی شتون د اوږد مهال له پاره اړین دی، د دې تر څنګ باید د افغان ځواکونو د تعلیم، تربینې او تجهیر پروسه ګړندۍ او غښتلې کړو.، موږ نه شو کولای له افغانستانه سترګي واړوو، موږ باید هلته حضور ولرو، امریکا هم باید په دغه هیواد کې خپل استخباراتي ښکیلاک ته په قوت سره ادامه ورکړي او د پینځو سترګو استخباراتي شبکې سره چې اسټرالیا یې هم په افغانستان کې غړي توب لري خپلو همکاریو ته داوم ورکړي.»
کې کړې دي.
نوموړي په دغه مرکه کې ویلي، چې که چېرې ناټو او امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه له جګړه ځپلي افغانستانه ووځي دی ویره لري چې دا هېواد به د نړۍ د ترهګرو په یوه ځاله بدل شي او هر هېواد ته به ګواښ شي.
جنرال ستیواردیس زیاته کړې، چې د اسټرالیا په شمول نړیوال ایتلافي ځواکونه باید له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې قوي حضور ولري.
نوموړي ځکه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر پاتې کېدا ټينګار کړی، چې په وینا یې داعش وسله واله ډله د دغه هیواد په لور خپلې ریښې پراخوي او ښايي د افغانستان نسبي امن هم له ګواښ سره مخ کړي.
ده ویلي، چې طالبان او داعش یو له بل سره د هرې ورځې په تېرېدو نېږدې کېږي او خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، چې دغه کار یې د اندېښنې وړ دی.
نوموړي په دې مرکه کې زیاته ویلي،«اړتیا نشته چې لس زره ایتلافي ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته افغانستانه وباسو، د هغوی شتون د اوږد مهال له پاره اړین دی، د دې تر څنګ باید د افغان ځواکونو د تعلیم، تربینې او تجهیر پروسه ګړندۍ او غښتلې کړو.، موږ نه شو کولای له افغانستانه سترګي واړوو، موږ باید هلته حضور ولرو، امریکا هم باید په دغه هیواد کې خپل استخباراتي ښکیلاک ته په قوت سره ادامه ورکړي او د پینځو سترګو استخباراتي شبکې سره چې اسټرالیا یې هم په افغانستان کې غړي توب لري خپلو همکاریو ته داوم ورکړي.»
نوموړي همدا راز افغان ولسمشر اشرف غني په دې وستایل چې له یوې لسیزي بي باورۍ وروسته یي له ګاونډي پاکستان سره د خپلو استخباراتي همکاریو نوی فصل پرانیست.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین