۰

ننګرهار کې ځانمرګي برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۰۷:۲۶
چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه ځانمرګي برید د ماشومانو په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ځانمرګي برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه ځانمرګي برید د ماشومانو په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ جمعه مازیګر مهال د جلال آباد ښار د کامې پله ته څېرمه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پر استازي فریدون مومند باندې شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، مومند له بریده

نوموړی وایي، دغه برید د زابل پلېټ لرونکي کرولا موټر پر مټ تر سره شوی، چې فریدونو مومند او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلی.
روغ وتلی، خو دوه ماشومان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، دغه برید د زابل پلېټ لرونکي کرولا موټر پر مټ تر سره شوی، چې فریدونو مومند او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیايي رییس ډاکتر نجیب الله کاموال وايي، چې د پېښې له ځایه یې دوی ته څلور جسدونه او ۱۴ تنه ټپیان وروړي دي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې ایران سفارت ته څېرمه په ترکي ځواکونو ځانمرګی برید شوی و، چې امله یې دوه ترکیان وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین