۰

ویکي لیکس په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ناټو پټ راپور افشا کړ

شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۰۷:۴۵
ویکي لیکس ویبپاڼې په یوه تازه افشا کړي سند کې، چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د فبرورۍ د شپاړسمې نېټې دی، ویلي دي چې تېر کال (۲۰۰۸) په افغانستان کې د ملکیانو تلفات په سلو کې ۴۶ زیات شوي دي.
ویکي لیکس په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ناټو پټ راپور افشا کړ

ویکي لیکس ویبپاڼې په یوه تازه افشا کړي سند کې، چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د فبرورۍ د شپاړسمې نېټې دی، ویلي دي چې تېر کال (۲۰۰۸) په افغانستان کې د ملکیانو تلفات په سلو کې ۴۶ زیات شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه ویب پاڼه چې د امریکا پټ اسناد او راپورونه افشا کوي،د جمعې په ورځ په خپاره کړي سند کې دا نه ویلي، چې تېر کال د ولسي وګړو تلفات څومره وو.
په دغه ۱۲ مخیز راپور کې، ښودل شوي چې په افغانستان کې جګړه په ډراماتیک ډول پراخه شوې او د ايتلافي ځواکونو تلفات په سلو کې ۳۵ زیات شوي دي.
راپور همداراز وايي چې قتلونه او برمته ګري په سلو کې ۵۰ ډېره شوې او د حامد کرزي د حکومت پر ځواکونو او ادارو بریدونه تر دوه چنده ډېر شوي دي، یعني په سلو کې ۱۱۹ ته رسېدلي دي.
دغه راپور ښيي، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال د ورتېرو کلونو په پرتله پر ايتلافي ځواکونو په سلو کې ۲۷ د سړک د غاړې چاودنې، په سلو کې ۴۰ د توپک، راکټ او ماشینګڼو حملې او په سلو کې ۶۷ له مځکې څخه هوايي بریدونه ډېر شوي دي.
راپور وايي چې له کابله دباندې په هرو دوو کورنیو کې یوه خورا ابتدايي روغتیايي امکانات لري او په هرو دوو ماشومانو کې یوازې یو ښوونځي ته تللی شي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین