۰
د ملا محمد عمر استازی قاري دین محمد:

له افغان حکومت سره د سولې خبرې به راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۰۷:۳۲
د افغان وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر استازی قاري دین محمد وايي، چې د سولې په اړه خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ په کابل کې د افغانستان له حکومت سره پیل شي.
له افغان حکومت سره د سولې خبرې به راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي

د افغان وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر استازی قاري دین محمد وايي، چې د سولې په اړه خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ په کابل کې د افغانستان له حکومت سره پیل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې قاري دین محمد ویلي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر تیار دی، چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې خبرې وکړي.
له اسلام آباد څخه د ترکیې د اناتولیا خبري آژآنس وايي،

قاري دین محمد په دې مرکه کې ویلي:«موږ د افغانستان له واکمن حکومت سره د سولې خبرو ته تیار یوو. تمه ده چې دا خبرې راروانه اوونۍ په کابل کې وشي. حاضردمه زموږ په شورا کې سلامشورې روانې دي او امیرالمومنین ملا عمر به ژر د هغو کسانو نومونه اعلان کړي چې د طالبانو له لوري به د سولې د خبرو په پلاوي کې ګډون وکړي.»
د ملا محمد عمر د استازي قاري دین محمد ویلي، چې د سولې خبرې به راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي.
قاري دین محمد چې څه موده وړاندې له پاکستاني چارواکو سره د پټو خبرو له پاره پاکستان ته تللی و اوس بېرته قطر ته تللی او دا څرګندونې یې د« یې اې اې» خبري آژآنس سره په مرکه کې کړې دي.
قاري دین محمد په دې مرکه کې ویلي:«موږ د افغانستان له واکمن حکومت سره د سولې خبرو ته تیار یوو. تمه ده چې دا خبرې راروانه اوونۍ په کابل کې وشي. حاضردمه زموږ په شورا کې سلامشورې روانې دي او امیرالمومنین ملا عمر به ژر د هغو کسانو نومونه اعلان کړي چې د طالبانو له لوري به د سولې د خبرو په پلاوي کې ګډون وکړي.»
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان حکومتونو هم تایید کړې چې ژر به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.
کابل ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مشرانو له راتګ وروسته له افغان ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې ډېر ژر به د افغان سولې په اړه د پاکستان د ژمنو پایلې څرګندې شي.
جمهور آژآنس:کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین