۰

د ذلفقار په عملیاتو کې تر اوسه ۱۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۰
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحمید حمید وايي، چې په هلمند کې د ذلفقار تر نامه لاندې پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۱۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
د ذلفقار په عملیاتو کې تر اوسه ۱۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي

په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحمید حمید وايي، چې په هلمند کې د ذلفقار تر نامه لاندې پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۱۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ذلفقار عملیات څو موړه وړاندې د هلمند په ګڼو سیمو کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي، چې لا هم روان دي.
په سویل چې د افغان پوځ چارواکي وايي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو پر مرګ ژوبلې سربېره ډېرې سیمې له طالبانو پاکې او د افغان ځواکونو بشپړې ولکې ته لوېدلې دي.
د ذوالفقار په نوم دغه عملياتو کې د نورو ځواکونو ترڅنګ د سهيلي حوزي د ٢٠٥ اتل قول اردو سرتېري هم ګډون لري.
د دغه قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې ۱۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ګڼې ناامنه سیمې له طالبانو پاکې شوې او په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې جزیات ورنه کړل.
خو تېره ورځ ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په هلمند ولایت د عملیاتو او نښتو پر مهال د ملي اردو شپږ تنه سرتېري وژل شوي.
بل خوا توران جنرال عبدالحمید حمید وايي چې افغان ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې د وسلو، چاوېدونکو توکو او مهماتو دوه لویې زېرمې نیولې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس: هلمند

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین