۰

جلال آباد کې چاودنې دوه تنه زده کوونکي ووژل

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۲
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوې چاودنې له امله د دوه زده کوونکو په ګډون دریو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
جلال آباد کې چاودنې دوه تنه زده کوونکي ووژل

امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوې چاودنې له امله د دوه زده کوونکو په ګډون دریو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار څه کم اته بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د دویمې ناحیې اړوند د مجبور آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چاودنه د سړک پر سر د ځای پر ځای شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې چاودېدونکي توکي په یوه بوشکه کې ځای پر ځای کړای شوي و، خو دا معلومه نه ده چې هدف یې څوک وو.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د یوې چاودنې له امله یو تن ولسي وګړی ټپي شوی وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین