۰

زابل کې بیا لسګونه میله وسلې ونیول شوې

سه شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۸
د زابل امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال یو ځل بیا په یوه موټر کې لسګونه میله وسلې نیولې دي.
زابل کې بیا لسګونه میله وسلې ونیول شوې

د زابل امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال یو ځل بیا په یوه موټر کې لسګونه میله وسلې نیولې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، دغه وسلې نن سهار ۴ بجې د مرکز کلات ښار اړوند د تلاشۍ پر ځنځیر د پولیسو له خوا نیول شوې دي.
ښاغلی روغ لیونی وایي پولیسو د یوه کشفي راپور پر اساس د کلات ښار د خرواریانو د تالاښۍ پر ځنځیر له یوه مازدا موټر څخه ۷۹ میله کلاشینکوفونه او د دې وسلو ۲۰۰ خالي شاجورونه ترلاسه

د زابل امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال یو ځل بیا په یوه موټر کې لسګونه میله وسلې نیولې دي.
کړي دي.
امنیه قوماندان وایي په دې تړاو یې یو تورن کس هم نیولی چې دغه وسله یې د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ څخه بار کړې وه او غوښتل یې د کندهار ولایت ته یې ولېږدوي.
نوموړی زیاتوي له نیول سوي کس څخه په دې اړه پلټنې روانې دي.
پرون هم د زابل پولیسو د کلات ښار د تلاشۍ پر ځنځیز ۶۸ کیلوګرامه نشه يي توکي له یوه تن لېږدونکي سره چې د ښځو چادري یې پر سره وه نیولي.
خو دا وسلې پر داسې مهال نیول کېږي، چې څو دوه اوونۍ وړاندې هم د زابل امنیتي ځواکونو په یوه کانټینر موټر کې لسګونه میله سپکې او درندې وسلې نیولې و.
رپوټونو ویل چې دغه وسلې امریکایي وسلې او او لېږدونکي یې غوښتل چې دغه وسلې په غزني کې د داعش پر نامه وسله والو طالبانو ته ولېږدوي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین