۰

اروزګان کې یوه پولیس خپل دوه ملګري و وژل

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۷
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د یوې پوستې پولیس قوماندان خپل دوه پولیس ملګري و وژل او خپله په تېښته بریالی شوی.
اروزګان کې یوه پولیس خپل دوه ملګري و وژل

سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د یوې پوستې پولیس قوماندان خپل دوه پولیس ملګري و وژل او خپله په تېښته بریالی شوی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ د سرسینې کوتل په یوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
د چارچینو مرستیال امنیه قوماندان نعمت الله روښان وايي، د دغه پوستې قوماندان د خپل ورور او یوه بل ملګري پولیس یې دوه نور پولیس وژلي او بیا یې له سیمې تېښته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوليسو جسدونه د سيمي څخه مرکز ته را انتقال کړل شوي او د تښتيدلو کسانو پلټنه روانه ده.
بل خوا يوي امنيتي سرچيني ویلي، چې د يادې سيمې دريو تنو د وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودي او له بريد څخه وروسته يې د امنيتي پوستي وسلي او مهمات هم تښتولي دي.
وسله والو طالبانو ددي بريد مسوليت منلى دى او ادعا يې کړي چې دوو تنو نفوذي کسانو دوه پوليس وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم په اروزګان ولایت کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهور آژآنس: اروزګان

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین