۰

افغانستان کې د امریکا په مشرۍ په جګړه کې ۲۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي

دوشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۵
د هستوي جګړې د مخنیوي له پاره د ډاکترانو یوه ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ په روانه جګړه کې تر اوسه پورې ۲۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
افغانستان کې د امریکا په مشرۍ په جګړه کې ۲۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي

د هستوي جګړې د مخنیوي له پاره د ډاکترانو یوه ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ په روانه جګړه کې تر اوسه پورې ۲۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې

دغه اداره وايي، چې تر ټولو ډېر انسانان په عراق کې وژل شوي، چې شمېر یې یو میلیون تنو ته رسېږي، ورپسې افغانستان دی، چې ۲۲۰۰۰۰ تنه په کې وژل شوي او بیا پاکستان دی، چې ۸۰ زره کسان په کې وژل شوي دي.
دغه اداره وايي، په ټول کې د امریکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان، عراق او پاکستان کې یو اعشاریه درې میلونه انسانان وژل شوي دي.
دغه اداره وايي، چې تر ټولو ډېر انسانان په عراق کې وژل شوي، چې شمېر یې یو میلیون تنو ته رسېږي، ورپسې افغانستان دی، چې ۲۲۰۰۰۰ تنه په کې وژل شوي او بیا پاکستان دی، چې ۸۰ زره کسان په کې وژل شوي دي.
باید وویل شي، چې دا شمېرې د هغو شمېرو لس چنده دي چې د رسمي ادارو او تصمیم نیونکو چارواکو له لوري اعلانېږي.
په دې کې هغه کسان نه دي شامل چې په یمن، سومالیا، سوریه او لیبیا کې د امریکا او متحدینو په بریدونو کې یې وژل شوي دي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین