۰

۹ ولايتونو ته نوي امنيه قومندانان وټاکل شول

يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۳
د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشسر محمد اشرف غني په منظورۍ د هېواد د ۹ ولایتونو له پاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول.
۹ ولايتونو ته نوي امنيه قومندانان وټاکل شول
د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشسر محمد اشرف غني په منظورۍ د هېواد د ۹ ولایتونو له پاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه نوي امنیه قوماندانان غزني، زابل، فراه، هرات، غور، پروان، کاپیسا، بلخ، نورستان ولایتونو له پاره وټاکل شول.
د خبرپاڼې له مخې پاسوال عبدالمجید روزي د هرات ولايت د امنيه قومندان په توګه، مل پاسوال محمد حکیم انګار د غزني ولايت د امنيه قومندان په توګه، مل پاسوال فضل محمد قومندان د فراه د امنيه
دغه راز د خبر پاڼې له مخې د دې قومندانانو له ډلي څخه ډګروال احمدعلي دیدار د کورنيو چارو وزارت د عمومي ريیس او تورن جنرال رحمت الله روفي د سرحدي پوليسو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
قومندان په توګه، مل پاسوال میرویس نوروزی د زابل ولايت د امنيه قومندان په توګه، مل پاسوال محمد زمان مموزي د پروان ولايت د امنيه قومندان په توګه، مل پاسوال غلام مصطفی محسني د غور ولايت د امنيه قومندان په توګه، مل پاسوال خلیل الله ضیایي د نورستان ولايت د امنيه قومندان په توګه، مل پاسوال عبدالکریم فایق د کاپيسا ولايت د امنيه قومندان په توګه، سمونوال عبدالرازق د بلخ ولايت د امر امنيت په توګه وټاکل شول.
دغه راز د خبر پاڼې له مخې د دې قومندانانو له ډلي څخه ډګروال احمدعلي دیدار د کورنيو چارو وزارت د عمومي ريیس او تورن جنرال رحمت الله روفي د سرحدي پوليسو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
سرچینه وايي، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي يادو ټاکل شويو قومندانانو ته لازمې لارښونې وکړې، او د ښه امنيت او قانون پلي کېدو لارښوونه ورته وکړې.
باید وویل شي، چې افغان ولسمشر اشرف غني هم د دې قومندانانو سره کتلي دي او هغوى ته يې د خلکو د خدمت لارښونه کړي ده.
جمهور آژآنس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین